د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د پاکستان د ولسمشر پرويز مشرف وياند رشيد قرشي د مارچ په يوويشتمه نېټه څرګنده کړه: د پاکستان د نوی صدراعظم د لوړی مراسم به د مارچ په پنځه ويشتمه نېټه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې تر سره شي.
ښاغلي قريشي ويلی چې د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف به د دغو مراسمو مشري وکړي.
له دې نه مخکې، د پاکستان ولسمشر مشرف پارلمان ته ويلی و چې د مارچ د څليرويشتمې نېټې په څلورو بجو به د نوی صدراعظم په اړه رايګری تر سره شي.
د پاکستان د خلکو ګوند د مطبوعاتی سکريترې شيري رحمان د مارچ په يوويشتمه نېټه خبري رسنيو ته ويلی چې د خلکو ګوند به د مارچ په دوه ويشتمه نېټه ماښام د صدراعظم نومانداعلان کړي.