<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-23 18:54:05    
د جيانګ جيا چيانګ له خوا ويل شوی ولسی سندری

cri

ګرانو اورېدونکو، د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهور سندرغاړی جيانګ جيا چيانګ له خوا دری ويل شوی ولسی سندری وړاندی کړو٠ لومړی به موږ په ګډه يوه سندره واورو چې نوم يې دی سيچوان ته رسيدل٠ دغه سندره د چين په لويديځ ګان سو ولايت کې ډېره مشهوره ده ٠

(سندره ١)

جيانګ جيا چانګ په ١٩٣٥ کال کې د چين په جنوب جه جيانګ ولايت کې زېږېدلی دی٠ هغه په١٩٦٥ کال کې د چين په ملی مرکزی هنری ډله کې ګډون وکړ او په ١٩٥٧ کال کې يې د نيړوالو ځوانانو په ٦ دوری کلتوري غونډه کې د سندرو ويلو مشري کړه او جايزه يې تر لاسه کړه٠ له نيمې پيړۍ راهيسی جيانګ جيا چيانګ زيات شمېر چيني او بهرنی سندری ويلی چې د اورېدونکو پاملرنی يې راجلب کړی او په هنري ساحه کې يې د کار پوهانو ستاينې هم تر لاسه کړي دي٠ اوس به موږ په ګډه د جيانګ جيا چيانګ له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يې دی د چای د غره سندره٠ دغه سندره د چين په جنوب لويديځ يون نان ولايت کې ډېره مشهوره ده او په سندره کې د مينې د لټولو لپاره د ځوانانو احساسات څرګندېږي٠

( سندره ٢ )

جيانګ جيا چيانګ د سيمه ايزو سندرو د ويلو په وخت کې له چيني اساسي لهجې څخه استفادی کوي چې پخوانی سيمه ايزه لهجه نه ده ، نو په بېلا بېلو ځايونو کې خلک دده په سندرو پوهېږي٠ له څو کلونو راهيسی جيانګ جيا چيانګ د چين د سندرو ويلو په بېلا بېلو سياليو کې جايزی تر لاسه کړی ، هغه په وار سره د امريکا،

المان، فرانسی او جاپان په ګډون لسګونو هېوادونو ته سفر کړی او د بهرنيو هېوادونو اورېدونکيو لوړه يې ستاينه تر لاسه کړي دي٠ د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د جيانګ جيا چيانګ له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يې دی لمر٠ دغه سندره د سيچوان ولايت په ختيځه سيمه کې ډېره مشهوره ده ٠

( سندره ٣ )

ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!