د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمی کمېټې مرستيال او د چين د علمي اکاډمۍ مشر لو يونګ شيانګ د مارچ په درويشتمه نېټه په بېجينګ کې د چين د پرمختګ په سرمشريزه غونډه کې وويل چين بايد د لوړ ساينس او تخنيک د صنعتی کېدو چارو د پياوړتيا لپاره کوششونه وکړي.
ښاغلي لو يونګ شيانګ وويل د لوړ ساينس او تخنيک د صنعتی کېدو لپاره بايد چين په بنسټيزو او خيريه څېړنو کې پانګونه زياته کړي، بايد د عادلانه سيالۍ لپاره ګټوره بازاري زمينه برابره کړي، بايد ځوانان وهڅوي چې په چارو کې نوښتونه چارې راولي.