<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-24 21:35:10    
په چين کې د يو مشر کاناډايی ژوند

cri

د چين په جنوب ختيځ د فوجيان ولايت په فوجو ښار کې يو مشر کاناډايی ژوند کوي چې برين هوج دی نومويږي.

په وروستيو کلونو کې ٧٢ کلن سپين ږيری برين هوج چې په فوجو ښار کې د کاناډا د روکي په نامه د درملونو د محدود شرکت عمومی مدير دي،د چين او کاناډا د تصديو ترمنځ د اړيکيو د ټينګښت لپاره هڅه کړې چې له امله يې د دولتی دوستۍ په نامه د چين حکومت يوه ملې جايزه تر لاسره کړې ده.پر کارکولو سربېره ښاغلی برين هوج د چين د پوهنيزو چارو د پرمختګ لپاره هم ډېر کوشش کړی چې تر اوسه پوری يی د چينی زده کوونکيو د انګليسی ژبې سويې د لوړوالی په موخه د دغه ښار په څو ښوونځيو کې درسونه ور کړي دي.هغه وويل په چين کې د ده زده کوونکي زيات دی او ډېر پرې ګران دي او دی د يومشر کاکا په توګه ګڼي.

د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دغه کاناډايی کاکا په باب لږ څه معلومات وړاندې کړو.

(اواز......) ګرانو اوريدونکيو، خوشحاله يم چې د دغه پروګرام له لاری په چين کې د خپل ژوند او کار په باب خپله نظريه څرګندوم.

ګرانو اوريدونکيو، دا د کاناډايی مشر کاکا غږ و چې له مونږ سره يې روغبړ وکړ. ښاغلی برين هوج د خپل شرکت د يادونې په ترڅ کې وويل شرکت يی د درملونو چارې تر سره کوي او په عمده توګه له کاناډا څخه يو ډول نبات ژن سن چين ته واردوي.

د ښاغلی برين هوج دغه شرکت د کاناډا د روکي د ژن سن محدود شرکت يوه څانګه ده او يوه مشهوره تصدی ده چې د کاناډا د ژن سان کرلو له بېلا بېلو فارمونو څخه جوړه شوې ده.د تېرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې د چين د ورخلاصون او اصلاحاتو تګلاری د پلی کولو په پيل کې ښاغلی برين هوج چې په هغه وخت کې د کاناډا د بی سی ولايت د اقتصاد څانګې د نړيوالې سوداګرۍ مشر و، له چين څخه ليدنه وکړه، نو د دغې تګلارې د پلی کولو له امله رامنځته شوی بدلونونه ده ته يوه ژوره خاطره پرې ايښې ده. (اواز..........) په ١٩٨٤ کال کې مې له چين څخه لومړی ليدنه وکړه چې په هغه وخت کې ډېر بی وزلی و، خو په ١٩٨٧ کال کې مې له چين څخه د خپل دوهم سفر په ترڅ کې زيات بدلونونه وليدل.

دغه کاکا د شلمې پېړۍ په نهمه لسيزه کې له تقاعد کيدو وروسته د نوموړی شرکت د أسيايی چارو څانګې د عمومی مدير په توګه د ټاکل کيدو له امله يو ځل بيا چين ته راغی او ور پسی يې د ژن سان بازار د پلټنې لپاره د چين په ختيځ کې له بېلا بېلو ساحلی ولايتونو څخه ليدنه وکړه. په پای کې ده شرکت ته وړانديز وکړ چې په فوجيان ولايت کې د دغه ډول نبات کرلو يوه اډه جوړه کړي(اواز...........) کله چې ما په شانګهای ښار کې کار کاوه، و مې غوښتل چې په دغه ولايت کې يوه فابريکه جوړه کړم.ځکه چې دلته بازار او بنسټيز تاسيسات بشپړ دی.زمونږ د شرکت د جوړولو په پيل کې د فوجيان ولايت حکومت او د فوجو ښاروالۍ زما ډېر ملاتړ وکړ چې په ترڅ کې مې يې تخنيکی مشورې تر لاسه کړی او د بېلا بېلو تګلارو په اړه مې معلومات راغونډ کړل. سربېره پردی يی زيات اړوند سندونه را ته وړاندی کړل چې له مخې مې شرکت اوس پر چينی بازار ډېر باور لري.

خو د ده پانګونه له ځينو ستونزو سره هم مخامخ شوی ده چې له امله يې شرکت ته

زيانونه رسولی دي.

ورپسی برين هوج له ښاغلی جيانګ شاو سو سره ملګری شو او د ده په مرسته يی يوه غوره کاری ډله وټاکله. د دی له برکته يې شرکت په پر له پسی توګه پرمختګ وکړ.

په وروستيو کلونو کې ښاغلی برين هوج تل د چين او کاناډا ترمنځ د اقتصادی تبادلې لپاره ډېره هڅه کړې او د فوجو ښار د بهرنيو پانګه اچوونکيو تصديو د ټولنې د مرستيال په توګه هميشه د دغه ښار له مشرانو سره ګوري او وړانديزونه کوي.په همدی وخت کې له کاناډا څخه د ليدنې په ترڅ کې له سمه ايزو حکومتونو سره مرسته کوي چې له کاناډايی تصديو سره د دغه ولايت د همکارۍ فرصتونه زيات شی.هغه وويل احساس می دا دی چې زه د فوجو د يو ښاری وګړی په شان يم او کورنۍ می هم پکې له ما سره ژوند کوي. نو تر خپلې وسې پوری د دغه ښار د پرمختګ لپاره خپل خدمتونه کوم.