د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو اور د مارچ په څليرويشتمه نېټه د يونان په اولمپيا کې بل شو چې ور سره د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال ليږدولو فعاليت پيل شو.
د يونان په وخت د مارچ د څليرويشتمې نېټې د سهار په يوولسو بجو څلويښت دقيقو د اور د راغونډولو مراسم د اولمپيا د هيرا په معبد کې پيل شول.
د يونان ولسمشر کارولوس پاپولياس، د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې مشر روګي، د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامي کميټې مشر ليو چي او د اولمپيا ښاروال ايدونيس په دغو مراسمو کې ګډون درلود. ښاغلي ليو چي د اور د راغونډولو له مراسمو نه مخکې يوه وينا وکړه او ويې ويل چې موږ د يونان د خلکو او حکومت له خوا د بېجينګ له اولمپيک لوبو سره له مرستو څخه مننه کوو. موږ به د اولمپيک اور تر لارښوونې لاندی، د چين ، يونان او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د ګډو کوښښونو پر بنسټ ځانګړې او غوره اولمپيک لوبې تر سره کړو. هيله لرو چې د اولمپيک لوبو د اور رڼا به د لمر په شان روښانه وي او د بشريت سولې، دوستي او پرمختګ پياوړی کړي.