د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو اور د مارچ په څليرويشتمه نېټه د يونان په اولمپيا کې بل شو. په راتلونکې اوونۍ کې به د مشال ليږدولو فعاليت په يونان کې دوام ومومي.
په يونان کې د مشال ليږدولو عمومی واټن يو زر او پنځه سوه او اته ويشت کيلومترو ته رسيږي. مشال به د يونان د شپاړسو سيمو په دري څلويښتو ښارونو کې وليږدول شي.په يونان کې به شپږ سوه او پنځه تنه ليږدونکي په دغه فعاليت کې ګډون وکړي.
د مارچ په ديرشمه نېټه به اور د اتن د پاناڅينايکون سټيډيوم ته ورسوي چې په ١٨٩٦ کال کې د عصری اولمپيک لومړی دوری لوبې په کې تر سره شوې وې. د يونان د اولمپيک لوبو کميټه به په دغه سټېډيوم کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو انتظامي کميټې ته مشال وسپاري.