<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-24 20:18:51    
د چين د شينجيانګ د روسی قوم سندره ليکوونکی جانګ جن فو

cri

ښاغلی جانګ جن فو د چين د روسي قوم سندره ليکوونکی چې د شينجيانګ د ويغوری قوم په خپلواکه سيمه کې ژوند کوی او له اوږده مودې راهيسی د موسيقي له لارې د چين او روسيې د خلکو د احساساتو په هکله کيسې بيانوی٠

دوه څلويښت کلن جانګ جن فو اوس د چين د شينجيانګ په چانګ جی ښار کې د قومی سندرو او نڅاوو د ډلې سندر جوونکی دی٠ د ده مور د چين له روسي قوم څخه او پلار يې د هان قوم هېوادوال دی٠ د ده انا د شلمې پيړۍ په دريمه لسيزه کې له خپل چينی خاوند سره له پخوانی شوروی اتحاد څخه چين ته راغلې او دلته پاتې شوېده٠ د ٌ دايمی يادونه ٌ او ٌ سره لمن ٌ په شمول له هغو څه دپاسه لسو سندرو څخه چې د جانګ جن فو لخوا ليکل شوي ، د ده د انا زړه ور ، ټينګ او مهربان اخلاق څرګند شوی دی٠

جانګ جن فو له کوچنيتوب څخه د موسيقې يو مينه وال و او هيله يې درلودله چې د سندرو د شعرونو او أهنګونو يو ليکوونکي وګرځي٠

يوه ورځ جانګ جن فو د کار لپاره يو بل ښار ته ولاړ او په اورګاډۍ کې يې د تيان شان ښکلی غرونه وليدل او په دماع کې يې د موسيقي نوښت الهام راپيدا شو٠ نو سمدلاسه يې قلم او کاغذ راواخيستل او يوازی په لسو دقيقو کې يې يوه سندره وليکله چې عنوان يې و ٌ اشلی زما ګران ټاټوبی ٌ ٠

د دغې سندرې شعر دی : ٌ د تيان شان تر غره لاندی يو ښکلی ځای موجود دی ، ګربتان د هغه دپاسه په ابی اسمان کې الوزي، هلته پراخ شين چمن او سپينې خيمې شته ، هغه زما د کوچنيتوب د هيلې سرچينه او د قزاقی قوم يو نيکمرغه کلی ګڼل کيږی٠ٌ

دغې سندرې د بېلا بېلو ځايونو خلکو ته اشلی وروپيژندله٠ اشلی اصلأ د ملی لږکيو يو نامشهور او وروسته پاتی ځای و ، خو د دغې سندرې د ويل کيدو او پراخيدو له امله نه يوازی د شينجيانګ په مختلفو سيمو کې د دغه ځای شهرت لوړ شو، بلکې د اشلی علاقه دارۍ د اقتصادی پرمختګ لپاره يې هم ښه فرصت برابر کړ٠ اوس زيات سوداګران او تصدی کله نا کله دغه ځای ته ځی ترڅو د دغې علاقه دارۍ د اقتصادی حالت څيړنه وکړی او پکې د پانګونې په هکله د سيمه ايز حکومت له اړوندو څانګو سره خبرې اترې وکړي٠

جانګ جن فو له روسي قوم سره خپل رګی ته په ډيره درنه سترګه ګوری او له زياتو کلونو راهيسی دا هيله ورسره ده چې د يوې سندرې يا يو هنری اثر په وسيلې چين ته د خپلې انا د نسل روسی ښخو د راتګ او په چين کې د دوی د ژوند حالت وښئي٠ له هغه سره د ٢٠٠٧ کال په اکتوبر کې ناڅاپه يو فکر راپيدا شو او په بيړې سره يې د ٌ دايمی يادونې ٌ په نامه يوه سندره وليکله ٠ ده وويل :

ٌ د دغې سندرې شعر په دې ډول دی: هير مې شول چې څه وخت چين ته راغلې يم، خپله نيکمرغی او ښکلی خوب مې تاسې ته درکړی دی، ما له خپلې مور او ټاټوبی سره مخه ښه وکړه ... د سندرې له شعر څخه د دغو زړو روسی ښځو احساسات څرګند شوي چې دوی له خپلو خاوندانو سره د ژورې مينې لپاره چين ته راغلې ٠ ٌ

ددغې سندرې له ليکلو وروسته ښاغلی جانګ جن فو د ٌ دايمی يادونه ٌ په نامه

د يوې تلويزونی ډرامې د متن ليکلو هيله وکړه٠ ده په خپلو ټولو فارغو وختونو کې د روسی قوم له سپين سرو سره مرکې وکړې، زياتې څيړنې يې وکړې او د هغوی د ژوند په اړه يې زيات مدراک راټول کړل٠ د څلورو کلونو کوششونو له لاری يې د دغې ډرامې متن بشپړ کړی دی چې څو سوه زره چينی کرکترونه لری٠

لږه موده دمخه ښاغلی جانګ جن فو د چين ټولنې له بېلا بېلو څانګو څخه غوښتنه وکړه چې د نوموړو روسيی سپين سرو د هغې وروستۍ هيلې د ترسره کولو لپاره کوششونه وکړی چې د دوی ټاټوبی روسيې ته سفر وکړی٠ هغه وويل:

ٌ زما په أند دغو ميندو ته له خپل ټاټوبی څخه د بيا ليدنې فرصت ورکول د دوی يو ډول درناوی دی٠ اوس زه د دغه عمل د ترسره کولو لپاره فعال کوششونه کوم، د ټولنې بېلا بېلې څانګې هم زما له کوششونو څخه ډير ملاتړ کوی٠ زه باور لرم چې روسيه به خپل مورنی ځای ته د دغو پخوانيو روسيې پيغلو د بيرته ورتګ تود هرکلی وکړی٠ ٌ

د چين د موسيقي مشهور مبصر جن جاو جيون د ښاغلی جانګ جن فو د موسيقۍ ډيره لوړه ارزونه وکړه ، هغه وويل : د جانګ جن فو لخوا ليکل شوی سندرې ډيرې خوندور دي ٠ دی د قومی او ولسی موسيقي د زياتو سرچينو خاوند دی او د موسيقي د نوښت يا اختراع په هکله تاوده احساسات لری٠