د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د پاکستان د نوې دورې پارلمان د مارچ په څليرويشتمه نېټه له غرمې نه وروسته يوه غونډه وکړه چې په کې د خلکو ګوند له خوا وړاندی شوی نوماند يوسف رضا ګيلاني د دغه هېواد د نوی صدراعظم په توګه وټاکل شو .
ګيلاني چې عمر يی شپږ پنځوس کاله دی د پاکستان له پنجاب څخه راغلی دی. په ١٩٨٨ کال کې يې د خلکو په ګوند کې ګډون وکړ. هغه پخوا هم د پاکستان د پارلمان د مشر دنده پرغاړه درلوده.
د نوې صدراعظم د لوړی مراسم به د مارچ په پنځه ويشتمه نېټه د پاکستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې تر سره شي. په هغه وخت کې به پرويز مشرف د نوې دورې د ولسمشر په توګه د دغو مراسمو مشري وکړي.