د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان پارلمان د مارچ د څلورويشتمې نېټې له غرمې وروسته د خلکو ګوند مرستيال يوسف رضا ګيلانی د دغه هېواد د صدراعظم په توګه وټاکه.
په ټولټاکنو کې يوسف رضا ګيلانی د پارلمان په دری سوه او دوه څلويښت څوکيو کې دوه سوه او څلورشپېته موافقې رايې تر لاسه کړې.
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف به د مارچ په پنځه ويشتمه نېټه په اسلام اباد کې د يوسف رضا ګيلانی د لوړې مراسم تر سره کړي.
شپږپنځوس کلن ګيلانی له ١٩٩٣ کال څخه تر ١٩٩٧ کال پوری د پاکستان پارلمان د مشر دنده پر غاړه درلوده.