د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو سپيڅلی مشال د مارچ په څليرويشتمه نېټه د يونان په اولمپيا کې ولګول شو. له دې وروسته د سپيڅلي مشال لېږدونکی فعاليت پيل شو. د همدې ورځې په ماښام سپيڅلی مشال مېسولوګي ته له رسېدو وروسته د لومړۍ ورځې سفر پای ته ورساوه چې د اولمپيا شمال لوېديځ په يو سل او دېرشو کيلومترۍ کې پروت دی.
د همدې ورځې د ماښام په اتو بجو او دېرشو دقيقو د يونان اولمپيک کمېټې او ځايی حکومت د مېسولوګي ښار په قهرمان باغ کې د سپيڅلي مشال د هرکلي لپاره درانه مراسم تر سره کړل.