<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-25 17:02:49    
د پينګ يا لي رڼه نړۍ

cri

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! زه غوټۍ يم د ښځې او ټولنې نننۍ کړۍ ته مو هر کلی کوم. پر سترګو د پردو د پريوتو له امله د پينګ يا لي د ليدو توان ډير کمزوری دی . هغه له رسمی کار څخه اضافه بسته شوه، خو د خپلو کوښښونو له لارې يې د ماساژ يا چاپی کولو يو کلينيک جوړ کړ. برسيره پردې، پينګ يا لي د چين لومړی مېرمن وه چې د معيوبينو اولمپيک لوبو کې يې د سرو زرو مډال وګاټه. نو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د پينګ يا لي په اړه معلومات وړاندی کړم.

کله چې پينګ يا لي په لومړنی ښوونځی کې زده کړه کوله، د ځغاستې توان يې څرګند شو، نو د معيوبو لوبغاړو د روزونکی لخوا په ليری ټوپ وهلوکې غوره شوه. په هغه وخت کې د دوی لپاره روزنې ځانګړی ډګر نه و، نو پينګ يا لي او ملګرو يی يوازی د سالمو لوبغاړو په فارغ وخت کې بدني رزونه تر سره کوله.

که څه هم د خپلې بدني روزنې په بهير کې پينګ يا لي له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ شوه، خو په جدي کوشش سره يې روزنې تر لاسه کولو ته دوام ورکړ او برياليتوب يی تر لاسه کړ. د بېلګې په توګه د ١٩٨٤ په جون کې يی د امريکا په لوس انجلس کې د معيوبينو په اولمپيک لوبو کې د اوږد واټن توپ وهلو په سيالۍ کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ چې دغه مډال په دغه لوبو کې د چين لومړنی مډال و.

د سرو زرو مډال پر غاړکولو پر وخت کې پينګ يا لي خپله مور يادوله، ځکه چې د اته کلنۍ پر وخت يې مور د يوې ناروغۍ له امله له دنيا څخه لاړه . دې خبريال ته وويل:

کله چې مې د اولمپيک لوبو مډال تر لاسه کړ، مور مې يادوله.

په ١٩٨٨ کال کې پينګ يا لي د خپل زوی ساتلو لپاره له سپورتي لوبو څخه لاس واخيست. خو د دغو تېرو نهو کلونو په اوږدو کې پينګ يا لي په بېلا بېلو سيالو کې څه د باندی لس مډالونه تر لاسه کړل. په همدی کال کې پينګ يا لي په فابريکه کې له کار څخه فاريکې څخه اضافه بست او بيکاره شوه او د بی چاره ګۍ له امله يې حتی داسې فکر وکړ چې د اولمپيک په لوبو کې تر لاسه کړی طلايی مډال وپلوری . پينګ يا لي وويل:

پخوا مې په روزنه کې نمرې د قناعت وړ وې ، خو د زده کړې فرصت می ترلاسه نه کړ. نو له سپورتي لوبو څخه د لاس اخيستلو په وخت کې می د ډوډۍ پيدا کولو هيڅ مهارت نه درلود چې په پايله کې يې د ژوند له زياتو ستونزو سره مخامخ شوم . خو فکر می کاوه چې زه بيا هم ځوانه يم او بايد د خپلو مټو په زور او د خپل تندي په خولو ښکلی ژوند ومومم .له دې وروسته می د خپلو چارو په جوړولو پيل وکړ.

پينګ يا لي د ١٩٩٩ کال د جون په نهه ويشتمه نېټه د ماساژ کولو يو کلينيک جوړ کړ او د خپلې هستوګنې سيمې د چارواکو او ګاونډيانو په مرسته يې د کلينيک پرانستلو په لومړۍ مياشت کې دوه زره يوانه ګټه تر لاسه کړه. دا د پينګ يا لي لومړی چاری وې. که څه هم له دې وروسته يې عايدات په پر له پسی ډول زياتېدل ، خو پينګ يا لي د کار او ژوند له بېلا بېلو ستونزو سره هم مخامخ شوه. دې وويل:

د ټولو ستونزو ترمنځ لومړی د پانګې کموالی او دوهم د کلينيک لپاره د ځای نشتوالی ډېر کړکېچن وو.

لين جون يو ناروغ دی او کله کله د ماساژ لپاره د پينګ يا لي کلينيک ته ځی، ده خبريال ته وويل:

څو کاله کېږی چې د پينګ يا لی کلينيک ته د چاپی لپاره راځم . د اولمپيک لوبو د سرو زرو مډال اخيستونکی بايد د ښه ژوند له نعمت څخه برخمن شی ، خو ددې ژوند له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دی چې دا د معمولي وګړيو لپاره د پوهاوی او منلو وړ خبره نه ده. پينګ يا لي له مشکلاتو او ستونزو څخه نه وېرېږي او د خپلو چارو د پرمختيا او پراختيا ټينګ هوډ او غوره ځانګړتيا لري.

د لين جون په شان ډېر ناروغان د پينګ يا لي ښه ملګري ګرځېدلي دي. په ٢٠٠٨ کال کې د پينګ يا لي د کاروبار چارې پراخې شويدي او د ماساژ کولو نور دري کلينيکونه يې پرانيستلي دي. دې له کار څخه په فارغ وخت کې يې پر انټرنيټ خپله پاڼه پرانيستې او غواړي د خپلو کيسو له لارې له لا زياتو اړ کسانو سره مرسته وکړي چې له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ دي. دې په خپل يو يادښت کې ليکلی چې په چين کې زما په شان ډېر معيوبين شته، خو د دوې په پرتله زه ډېره نيکمرغه يم. له هغه راهيسي مې چې له سپورتي لوبو څخه لاس اخيستی، تل غواړم چې تل نورو معيوبينو ته د مرستې لاس اوږد کړم . اوس زه ډېر کوښښ کوم، هيله لرم چې تاسی زما سره يو ځای هڅې وکړئ او نيکمرغه ژوند تير کړئ.