د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سپوږمۍ چارپېر د څېړنې پروژې عمومی لارښوونکي لوان ان جيی د مارچ په پنځه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې وويل د چانګ ئه لومړۍ شمېره سپوږمکۍ به ښايی په راتلونکی اګست کې د سپوږمۍ د بشپړې سطحې د عکس اخيستلو کارونه تر سره کړي.
نوموړي وويل اوس دغه سپوږمکۍ په عادی توګه کار کوي. د کافی اندازې انرژۍ تر لاسه کولو لپاره فنی پرسونل څو ورځې مخکې د دغه سپوږمکۍ شکل تنظيم کړی او د څارنې يو شمېر سامان الات يې پکې لګولي دي. دغه سمان الات به په راتلونکی می کې بيا وکارول شي.