<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-25 18:46:16    
په شيانګ شا وان کې لوبې.

cri

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! زه غوټۍ يم او چين ته د سفر نننۍ کړۍ ته مو هر کلی کوم. په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د داخلی مغولستان د شيانګ شا وان د منظرې په اړه معلومات وړاندی کړم.

شيانګ شا وان په چين کی يوه ډيره بې سارې منظره ګڼل کېږي. شګې يې ډيرې وچې دي، کله چې وګړی د شګو له غونډې څخه لمن ته ښويږي، له شګو څخه يو ډول ځانګړی اواز اوريدلی شي چې د الوتکې د اواز په شان دی. تر اوسه کارپوهانو له دغو شګو څخه د اواز د رامنځته کيدلو لامل نه دی پيدا کړې، د شيانګ شا وان د څيړنې کارپوه لي مينګ که وويل: اوس له شګو څخه د اواز د رامنځته کيدلو په اړه د دوو لاملونو اټکل کېږي. يو دا چې د بهرني قوت له امله د شګو موښل کېدل د دغه اواز لامل ګرځي. بل دا چې د باد د قوت له امله د يو ډول قطر شګو د موښل کېدو په وخت کې د غږ انعکاس رامنځته کېږي. خو دغه لاملونه په ريښتني توګه نه دي ثابت شوی . تر اوسه دا يوه معما ګڼل کېږي.

د دغې معما له امله هر کال ډير سيلانيان په شيانګ شا وان کې لوبی کوي چې په شګو باندی د لوبو په وخت کې دغه اواز اوري. دوی د شګو غونډيو له سر څخه لمن ته خوځيږي او د شګو اواز احساسوي. يو سيلاني وويل : (( زه د لومړی ځل لپاره شيانګ شا وان ته راغلی يم ، ډير په زړه پورې دی. زما په اند، په شګو کې ښويېدل تر نورو لا د خوښی وړ کار دی. د شګو له غونډې څخه لمن ته ښويېدل ډير پارونکی دې. دغه احساس د الوتلو په شان دې. ))

د شيانګ شا وان په صحرا کې د اوښانو يوه ډله شته. سيلانيان د اوښانو په سپرلۍ سره په صحرا کې سيل کولای شي. د شيانګ شا وان کارکوونکې مېرمن بای جياو نا پدې هکله وايې : ډير سيلانيان د اوښ د سپرلۍ لپاره صحرا ته راغلی دی. زياتره سيلانيان پخوا په اوښانو نه دی سپاره شوی . د دوی په اند، د اوښ په شا کيښناستل ډير په زړه پورې دی.

د شيانګ شا وان منظره لرونکی سيمه د چين د داخلی مغولستان د خپلواکي سيمې په غه عه دوس ښار کې پرته ده چې د دغې سيمې اوسيدونکی په عمده توګه د مغولي قوم وګړي دي. نو په دغه سيمه کې سيلانيان نه يوازی د صحرا طبعيی منظرې ليدلی شي، بلکې د مغولي قوم له کلتور سره اشنا کيدلای شي. په مغولی خيمې کې کوربه ميلمنو ته د ها ده په نامه يو ډول سپين اوږد ټکر وړاندی کوي چې دا د ميلمنو د درناوی نښه ګڼل کېږي. د ما تو چين په نامه د مغولي قوم د ځانګړی موسيقی ساز په ملګرتيا، د شيانګ شا وان هنری ډلې نجونۍ او ځوانان سيلانيانو ته د مغولي قوم د غه عه دوس د واده مراسمو په اړه نندارې وړاندې کوي. د شيانګ شا وان د څيړنې کارپوه لي مينګ که وويل:د غه عه دوس د واده مراسم د غه عه دوس د قومي کلتور يوه ډيره مهمه او غوره برخه ګڼل کېږي. په دغه ننداره کې د مغولی قوم يو شمير غوره سندرې او نڅاوې شته. دغه ننداره له خوشحالی او شوق او مينې له فضا څخه ډکه وی.

د دغې نندارې له کتلو وروسته سيلانيان په بېلا بېلو مغازو کې ځانګړي شيان اخلي. د شيانګ شا وان د منظره لرونکې سيمې په مغازې کې د سرو زرو او سپينو زرو شيانو، مغولي ښکلی جامې او د مغولي قوم ځانګړی چاکو شته چې د

سيلانيانو مينه ورجلبوي.

ګرانو اوريدونکو، که تاسي غواړی د شيانګ شا وان منظره لرونکې سيمې ته ولاړ شئ، زه به يو شمير لارښوونې درته وکړم. د شيانګ شا وان منظره لرونکې سيمه د چين د داخلی مغولستان د غه عه دوس ښار په کوبوچي صحرا کې پرته ده چې له باو تو ښار څخه ديرش کيلومتره واټن لري. دغې سيمې ته د تلو د ټکيټ بيه اته يوانه ده. په دغه سيمه کې پر اسونو او اوښانو د سپريدلو په ګډون پر يو لړ دوديزو فعاليتونو سربېره زيات عصری فعاليتونه هم شته. موږ باور لرو چې که تاسی شيانګ شا وان ته ولاړ شي، ځانګړی او په زړه پورې سفر به وکړئ.