د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند چين ګانګ د مارچ په پنځه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه چين باور لري چې ټول برخوال هېوادونه به د اولمپيک لوبو د مشال ليږدولو د امنيت د تامينولو لپاره هڅې وکړي.
ښاغلي چين ګانګ په چين کې د مشال ليږدولو د يادونې په وخت کې څرګنده کړه د مشال ليږدولو فعاليت به له پلان سره سم د تبت په خپلواکی سيمې کې تر سره شي. په تبت کې به د بېلا بېلو قومونو وګړي له دغه فعاليت څخه ملاتړ وکړي.