د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم ون جيا باو د مارچ په پنځه ويشتمه نېټه د يوسف رضا ګيلانی ته يو پيغام واستاوه او د پاکستان د نوی صدراعظم په توګه يې د ده د ټاکل کېدو په اړه مبارکي وويله.
د پاکستان پارلمان د مارچ په څلورويشتمه نېټه د خلکو ګوند مرستيال يوسف رضا ګيلانی د نوی صدراعظم په توګه وټاکه چې له مخې يې ښاغلي ګيلاني د مارچ په پنځه ويشتمه نېټه د صدراعظم دنده پر غاړه واخيسته.