د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مارچ په پنځه ويشتمه نېټه په يونان کې د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپېڅلې ډيوې ليږدول دوهمه ورځ هم په عادي توګه تر سره شول.
د همدې ورځې سهار په نهو بجو سپېڅلی ډيوه د يونان له منځني ښار ميسلونجی څخه شمال ته روانه شوه چې له اګرينيون، امفيلوخيا او ارتا ښارونو څخه له تېرېدو وروسته په اتلس نيمو بجو يانينا ته ورسيده چې په دغه ښار کې به شپه تېره کړي.
ور پسی به سپېڅلی ډيوه د يوې اوونۍ لپاره په يونان کې له يو ځای نه بل ځای ته وليږول شي او د مارچ په دېرشمه نېټه به اتن ته ورسيږی او هلته به بيا بېجينګ ته وسپارل شي.