<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-26 19:08:37    
د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس معيوبه استازې جانګ شياو لينګ

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هر کلی کوم! د ژوند په چين کې پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د يوې معيوبې غړې جانګ شياو لينګ په اړه معلومات وړاندی کړو .

د مارچ په مياشت کې په بېجينګ کې هوا ډېره ښه وي . جانګ شياو لينګ چې سپينې جامې يې اغوستی وې ، د تودو احساساتو او ښې طبعې خاونده ده . خو په يوه ترافيکي پېښه کې دې خپل يو لينګی له لاسه ورکړ چې اوس د تګ په وخت کې له ستونزو سره مخامخ وي، خو جانګ شياو لينګ د معيوبينو په اولمپيک سپورتی لوبو کې ٥ ځله لومړی مقام تر لاسه کړي دي .

جانګ شياو لينګ په ١٩٥٧ کال کې د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکی سيمی په چين جو ښار کې زېږېدلی او په ١٩ کلنۍ کې يې د ترافيکي پېښی له امله يو لينګی پرې کړ شوی دی، خو د دغه ټينګ هوډ او ښې طبعې لرونکی نجلۍ د زياتو ستونزو په وړاندی سر ټيټ نه کړ او د نوی ژوندد بيا پيل پريکړه يې وکړه . دې په ١٩٨٤ کال کې په يوه ورځپاڼه کې خبر وکوت چې د هېواد د معيوبينو لومړۍ سپورتي لوبی به ژر ترسره شي . له دی امله چې د ماشومتوب په موده کې يې د پينګ پانګ لوبی سره ډېره مينه درلوده، نو سمدلاسه يې په دغو لوبو کې د ګډون لپاره د ګوانګ شي اړوندی څانګی ته يو ليک ولېږه . جانګ شياو لينګ وويل : د دغه خبر په اورېدلو ډېره خوشحاله شوم او پريکړه مې وکړه چې د پينګ پانګ لوبې نړيوالې سويې ته د رسېدو لپاره لانديني څلور ګامونه اوچت کړم : لومړی به د خپل

ښار، دوهم د خپلواکی سيمی، درېيم دملی لوبډلی له خوا ومنل شم او په پای کې به د يوې نړيوالې اتلې په توګه وپېژندل شم .

د خواشينی وړ خبره دا وه چې د نوم ثبتولو وخت تېر شوی و ، نو جانګ شياو لينګ په نوموړی سيالۍ کې ګډون ونه کړ . خو د يو کال کوښښونو له امله يې په ١٩٨٥ کال کې د خپلې خپلواکې سيمې د معيوبينو په لومړۍ دوری سپورتی لوبو کې ګډون وکړ او خپل وروستی هدف يې وټاکه چې د سرو زرو مډال تر لاسه کړي . نو د خپلو کوښښونو له امله يې په نوموړی سيالۍ کې برياليتوبونه تر لاسه کړل او خپل دوهم ګام يې پيل کړ . جانګ شياو لينګ په ١٩٨٧ کال کې په تانګ شان ښار کې د هېواد د معيوبينو په سپورتی لوبو کې طلايی مډال تر لاسه کړ چې په دی توګه يې خپل درېيم ګام پورته کړ . هغه مهال د چين سپورتي کميټې پريکړه وکړه چې جانګ شياو لينګ د يوې لوبغاړې په توګه په ١٩٨٨ کال کې د سيول د معيوبينو د اولمپيک سپورتي لوبوته ولېږي . خپل څلورم ګام ته د رسيدو لپاره يې لازيات هاند او کوښښ وکړ چې په پای کې يې په سيول کې ٢ طلايی مډالونه تر لاسه کړل .

له دی وروسته جانګ شياو لينګ د معيوبينو په اولمپيک سپورتي لوبو کې د اتلې مقام ټينګ کړ او د معيوبينو د اولمپيک په ٤ سپورتي لوبو کې يې ٨ طلايی ميدالونه تر لاسه کړل .

روان کال جانګ شياو لينګ د دوهم ځل لپاره د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د يوې غړې په توګه وټاکل شوه . له دی امله چې جانګ شياو لينګ د ژوند او کار په ساحو کې د معيوبينو په وړاندی زياتې ستونزې ليدلی، نو ددی له خوا وړاندی شوي وړانديزونه د معيوبينو له کار او ژوندسره نژدی اړيکې لري . د بېلګی په توګه په ٢٠٠٤ کال کې يې د معيوبينو د طبی ضمانت او په ٢٠٠٧ کال کې يې د معيوبو لوبغاړو د ګټو

د لوړتيا په اړه وړانديزونه وکړل .

د خوښۍ وړ خبره دا ده چې په دی وروستيو کلونو کې د چين د معيوبينو د چارو په

ښه والی کې ستر بياليتوبونه تر لاسه شوی . دی وويل :

د معيوبينو د استخدام حالت د قناعت وړ او د معيوبينو د سپورتي چارو پرمختګ چټک دی چې له مخې يې حکومت د معيوبينو چارو ته په درنه سترګه ګوري .

روان کال د جانګ شياو لينګ غټه هيله دا ده چې د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د معيوبينو اولمپيک ١٣ دوری سپورتی لوبو کې طلايی ميدال تر لاسه کړي . سره له دی چې ددې عمر ٥٠ کلونو ته رسيدلی دی، خو بيا هم په لوبو کې د ګډون ټينګ هوډ لري .

خبريال د جانګ شياو لينګ د ټينګ هوډ او ډېر کوښښ تر اغيز لاندی دی او باور لري چې ددی هيله رښتينی شي .