<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-26 20:36:20    
د ماشومانو او ځونانو په اړه حکومتي چارې په ان هوی ولايت کې د کمونستو ځوانانو ټولنې په پنځه کلن پلان کې شامل شوي دي

cri

د چين د ملي ولسي کانګرس استازي او په ان هوي ولايت کې د کمونستو ځوانانو ټولنې مشرې مېرمن وانګ هونګ د مارچ په څوارلسمه نېټه خبريالانو ته وويل د کمونستو ځوانانو ټولنه بايد د ګوند او حکومتي کار په نظر کې نيولو سره دماشومانو او ځوانانو په اړه حکومتي چارې پر غاړه واخلي او د ماشومانو او ځوانانو د سالمې ودې او پرمختګ لپاره کوښښ وکړي.

د هغې په أند، د ماشومانو او ځوانانو په اړه حکومتي چارې د کمونستو ځوانانو ټولنې دندې هم دي. په وروستيو څو کلونو کې د کمونستو ځوانانو ټولنې د ماشومانو او ځوانانو چارو په برخه کې له حکومت سره مرسته د ماشومانو او ځوانانو لپاره د خدمتونو تر سره کولو د يو مهم تدبير په توګه بللې او د خپل تفوق په کارولو سره يې زيات کارونه تر سره کړي او د ټولنې په عمومي چاروکې يې خپل رول پياوړی کړی دی.

د مېرمن وانګ هونګ په وينا، د اړوندو قوانينو جوړول او د حقونو ساتل د ماشومانو او ځوانانو د چارو ډېرې مهمې برخې دي. د ان هوي ولايت ګوندي کمېټې د کمونستو ځوانانو په مرستې د ولايت د نابالغو کسانو د ساتلو او د دوی د جرمونو مخنيوي قاعدې جوړې کړې دي.

د ان هوی ولايت د کمونستو ځوانانو ټولنه په پوهنتونونو کې د زده کړې په اړه

له بيوزليو زده کوونکو سره د مرستې لپاره د هيلې پروژې په نامه فعاليتونه تر سره کوي. دغه عمليات د هر کال په جولای کې پيل کېږي او د هر کال اګست مياشتې په پای کې بيوزلي زده کوونکي پيسې تر لاسه کوي. په ٢٠٠٧ کال کې د دغو عملياتو په ترڅ کې څه دپاسه اته مليون يوانه راغونډ شوي او څه دپاسه شپږ زره تنه بيوزليو زده کوونکيو د دغو فعاليتونو له برکته عملياتو مرستې تر لاسه کړې دي.

په ان هوی ولايت کې د هغو ماشومانو او ځوانانو شمېر دری مليون او اوه سوه زره تنو ته رسېدلی چې له څوارلس کلونو کم عمر لري. د ان هوي ولايت د کمونستو ځوانانو ټولنې په کليوالو سيمو کې د پاتي شويو ماشومانو او ځوانانو په اړه زيات کارونه تر سره کړي، د بېلګې په توګه يې د دغو ماشومانو لپاره د فعاليتونو ځايونه جوړ کړي او په هره ولسوالۍ کې د دوی لپاره اړوند سندونه ساتل شوي دي.

اوس د ماشومانو او ځوانانو په اړه حکومتي چارې په ان هوي ولايت کې د کمونستو ځوانانو ټولنې په پنځه کلن پلان کې شاملې شوې دي.