<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-26 18:56:09    
د چين د دښت پرمختګ او يو استراليايی کارپوه

cri

د چين په شمال لويديځ کې داسی طبيعي منظرې لېدل کېږي چې پکې غوايان او پسونه په پراخو دښتو څري او مستی کوي . خو د شپنو دغې ساده لارې چارې په پوره توګه له دښتو سره تړاو لری او پر ايکولوژۍ او د خلکو پر ژوند باندی يو لړ منفی اغيزه کوی ، د بېلګې په توګه په دښتونو کې د وښو وده ورو شوې يا هم ځنډېدلې ده . د چين حکومت د دغو مسئلو د حل لپاره اړين تدبيرونه غوره کړي او ددې ترڅنګ يو شمير نړيوالو سازمانونو او کارپوهانو هم پکې شريک شويدي.د استراليا يوکارپوه راندال جنيس ددوی څخه يو دی .

ښاغلی راندال جنيس چې د کمپيوتر يو کارپوه دی ، د چين او استراليا د کرنيزې همکارۍ پلان د يوه غړي په توګه په دوه زره او پنځم کال کې چين ته راغی او عمده دنده يې د چين په شمال لويديځه سيمه کې د څړ ځايونو د دواملرونکي پرمختګ ساتل دي . ده وويل د چين په هکله د خپلې پيژندنې له ژورتيا سره سم د عامو وګړيو ژوند ته زما پاملرنه هم زياتيږي ځکه چې ځايی خلک ډير ميلمه پال دي . زه هم له دوی سره مرسته کول غواړم . رښتيا ده چې چين ته زما د راتګ لومړی ارزو علمي څيړنه وه ، خو اوس زما په فکر کې د ځايی وګړيو د ژوندانه مشکيلاتو او ستونزو ليري کول د زياتې پاملرنې وړ دي .

د دښتو دواملرونکي پرمختګ په هکله په څيړنيزه ډله کې زيات چيني کارپوهان هم شته . د ښاغلي جنيوس په اند ددوی د ډلې تشکيلاتي جوړښت له علمي ميتود سره برابر دی. زموږ ډله د دواړو هيوادونو د زياتو ساحو له کارپوهانو څخه جوړيږي چې ځينی يی ايکولوژيستان دي ، ځيني يی ژوي پيژندونکي او يا دښت پيژندونکي

دي ، خو زه يو اقتصادپوه يم.

دده په وينا په چين کې دده عمده دنده د کمپيوتري موډل په وسيلې د چين په لويديځ کې د دښتوايکولوژيکي سيستم هراړخيزه څارنه ده څو چې د دښتو د دواملرونکي پرمختګ عملي پلان طرح شی . د ښاغلي جنيس خدمتونه د چيني کارپوهانو لخوا ستايل شوی . د ګان سو د کرنې پوهنتون مرستيال پروفيسر وو جيان پينګ وويل ښاغلي جنيس لومړی د يو اقتصادپوه له نظره د کمپيوتري موډل له لارې زموږ د توليدي سيستم څيړنه وکړه چې چيني کارپوهان په ښه توګه دغه سيستم پيژندلی شی . يوازی دغه پيچلي سيستم په پوره توګه وپيژندلی شو ، داسی مناسب تدبيرونه غوره کولی شو چې هم د توليد او چاپيريال ساتنې لپاره ګټور وي او هم د ځايي کلتورونو درناوی وکړی شی . د چين په شمال لويديځ کې د څوملي لږکيو مالداران ژوند کوي چې زياتره يې غوايان او پسونه ساتي . ښاغلي جنيس په ټينګار سره وويل چې بايد د دښتو ساتنې او د مالدارۍ چارو د پرمختګ تر څنګ د بزګرانو او مالدارانو د عايداتو د لوړولو لپاره کوشش وشی چې دا د انسان او طبيعت ترمنځ رښتينی همغږی ده .ده وويل موږ بايد داسی پلان جوړ کړو چې د اوږدې مودې لپاره د بزګرانو او د چين د اقتصاد لپاره ګټور وی ، نه يوازی دا چې د بزګرانو عايدات لوړ شی ، خو دښتې يې خرابې شی. دې هدف ته د رسېدو لپاره بايد کوشش وکړو چې د ژويو روزلو په هکله د بزګرانو پخواني لارې چارې بدل شی. نو د دښتونو ساتنه يوه اقتصادی موضوع ده او فزيکي او ټولنيزه مسئله هم ده .

ښاغلي جنيس د خپلو دوو کلونو کارونو د يادونې په وخت کې ښاغلي جنيس وويل د چين د دښتوپياوړتيا په هکله يې يو موډل انځور کړی دی چې هم په دښتو کې د

نباتاتو د ودې لپاره او هم په لنډه موده کې د بزګرانو د عايداتو د لوړتيا لپاره ګټور وي.ده وويل موږ د چين د ځانګړتيا له مخې د دښتو د پرمختګ لپاره يو کمپيوتري موډل جوړ کړ او که بزګران ددې موډل له مخې که بزګران خپله کرنيزه سيمه کمه کړي او د غنمو پر ځاي واښه وکري ، نو ګټه به يې زياته شی. همداشان که دوی هغه پسونه وروزي چې د وړيو او غوښو کيفيت يې ښه او د تکثير توان يې قوی وي ، زياته ګټه هم تر لاسه کړی شی.

په چين کې د ښاغلي جنيس د کار موده به ژر پای ته ورسېږي ، خو دی باور لری چې په راتلونکي وخت کې به چين ته به د بيا راتګ فرصت هم تر لاسه کړي څو چې لا زيات چيني ملګري او دوستان وپيژنی.