<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-26 18:59:53    
د ازبک قوم

cri

د چين د ازبک قوم څه دپاسه څوارلس زره تنه نفوس لری او د چين په شمال لويديځ کښی د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختارې سيمې په بيلا بيلو ځايونو کښی اوسيږی٠ دا قوم ځانګړی ژبه لری ، خو قومی ليک دود نه لری٠ څرنګه چه د دی قوم خلکو په اوږده موده کښی د ويغور او قزاق د قومونو له هيوادوالو سره ګډ ژوند کوی، نو د دوی اکثريت له ويغوری او قزاقی ليک دودونو څخه استفاده کوی٠ د چين ټول ازبکان د اسلام پر مبارک دين باندی عقيده لری٠

د ازبک د قوم هيوادوال د تجارت دپاره اکثرأ په ښارونو او ښارګوټو کښی اوسيږی٠ د دوی اکثر کورونه داسی قائم الزاويه ودانۍ دی چه بام يی مستوی دی٠ دوی د خپل کور په لويه دروازه او د بيلا بيلو کوټو په دروازو کښی د ټوکری پردو د ځوړندولو عادت لری٠

د ازبک د قوم ټول خلک که نارينه وی يا ښځې، ډول ډول کوچنی ښکلی خولۍ په سر کوی ٠ ښځې يی عمومأ هغه لباسونه اغوندی کوم چه له وريښمينو ټوکرو څخه جوړ شوی او کميس او لمن يی سره يو ځای وی٠ نارينه يی عمومأ وريښمين کميس او اوږد خلعت اغوندی٠

د چين ازبکی قوم د اولادونو روزنې ته ډير ستر اهميت ورکوی٠ د ماشوم د زيږيدو په ورځ کښی د نمانځنې درانه مراسم پرځای کوی او د هغه يوه مشر لخوا چه د زياتې پوهې خاوند وی او لوړ حيثيت لری پر ماشوم باندی نوم ايښودل کيږی او په يوولسمه ورځ کښی ستره کورنۍ ميلمستيا جوړيږی٠ برسيره پردی ، د ماشوم د زيږيدو په څلويښتمه ورځ کښی د ماشوم د مينځلو مراسم هم ترسره کيږی ٠ په دی ورځ کی ماشوم په يوه هغه لويه کاسه کښی کيږدی چه له جومات څخه اخيستل کيږی او پکښی لږه خاوره او يوه طلائی کړۍ اچول کيږی، د خپلوانو او ګاونډيانو د څلويښتو تنو ماشومانو په بدرګه د هغه سر ته اوبه شندل کيږی ، په دی وخت کښی لوئيان هيله څرګندوی چه دا ماشوم په سالمه او نيکمرغه توګه وده وکړی او روښانه راتلونکی ولری٠

د چين د ازبکی قوم ځوانان يا پيغلې د معشوقې يا معشوق د پيدا کولو په وخت کښی بايد د پلار او مور موافقه ترلاسه کړی او کوزده يی عمومأ د مرکې د ليږلو، د کوزدې د تحفو د سپارلو، د ځوان کور ته د نجلۍ د پلار او مور د پيژندګلوۍ د تګ او د واده د ورځې د ټاکلو بهير ترسره کيږی، د واده مراسم عمومأ د پيغلې په کور کښی د ملا امام تر مشرۍ لاندی جوړيږی او د څلورو ورځو دپاره دوام کوی٠

په چين کښی د ازبکی قوم د خلکو د سواد سويه لوړه ده او زياتره ازبکان په کلتوری او تعليمی کارونو بوخت دی٠ اوس په ازبکانو کښی د هغو خلکو تناسب چه د منځنی ښوونځی د دوهمې مرحلې نه پورته سواد لری، د چين د منځنی سويې څخه دوه يا دری چنده لوړ دی٠