<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-27 19:18:02    
د لمانځنی يا عبادت په اړه څه معلومات

cri

په دنيا کې ډول ډول عجايب ليدل کېږي . د ژوند د دود دستور او مذهبی عقيدی د بيلوالی له امله خلک د بېلا بېلو شيانو عبادت کوي . د ارام سمندر د سولومن په ټاپوګانو کې يو ټاپو لالا چې نوميږی او يواځي پنځه سوه تنه پکی اوسيږی . دوی د کبانو او سمندری مرغانو نيولو په چارو لګيا دی ، خو د يو ډول دا ړونکی کب شارک پرستيش يا عبادت کوی او نه يې نيسی چې دغه ډول لوی کب کوچنی کبان خوری او په انسان هم بريد کوی . هر کال د پسرلی او دوبی په منځ کی د شارک د عبادت د رانه مراسم پر ځای کېږي . د مراسمو په ورځ د ټاپو ټول اوسيدونکی د لمر له ختو دمخه د سمندر په غاړه راغونډيږی او د قوم مشر د مراسمو په پيل کې يو خوګ وژني او غوښې يې ټوټه ټوټه سمندر ته غورځوی . په داسی حال کې چې شارکان د غوښو په کشمکش بوخت دی ، اوه اته هلکان اوبو ته ځان اچوی او له شارکانو سره لوبی کوی . څرنګه چې شارکان د غوښو نيولو لپاره يو له بل سره کشمکش کوی ، نو عمومأ په هلکانو باندی بريد نه کوی . په دغه وخت کې د ټاپو اوسيدونکی د سمندر په غاړه په خوشحالۍ سره سندری وايی او نڅا کوی . څو چې ټولی غوښی د شارکانو له خوا و نه خوړل شي ، مراسم هم ختيږی . خو خطرناک شارکان کله کله په هلکانو باندی حمله کوی . که څه هم ځينی هلکان د شارکانو له خوا وژل کېږي، خو د دی ټاپو اوسيدونکی لاهم د شارکانو ډېر پرستيش کوی .

د افريقا د توګو په مرکز د بلار نومی غرنی سيمې کې د باساری قوم اوسيږی چی ځمکه يې حاصلخيز او د خلکو ژوند يې ډېر ښه دی ، غرونه يې په ګڼو ځنګلونو او وښو پوښل شوي دي ، نو مياشی هم پکې ډېری دی او يو ډول لويی مياشی هم شته . که څوک د دی مياشی

له خوا وچيچل شي ، نو ښايی چې مړ شي . دغه ډول مياشی د باساريانو ژوند ته ډېر لوی خطر دی . څرنګه چې څکالکی مياشی خوری ، نو باساريان څکالکی ته د رب النوع په سترګه ګوري . که څوک يو څکالکی ونيسي ، محلی حکومت به ورته د درو مياشتو شاقه کارونو سزا ورکړی . د هند د راجستان په ايالت کې يو مشهور معبد شته چې ودانې يې د يو سترې ماڼې په شان ډېره جګه ده ، دغه معبد د موږک معبد دی چې پکې د ښځينه ربالنوعه يوه مجسمه درول شوی او په اړخ کی د يوه لوی موږک مجسمه هم ليدل کېږي . د افسانيی له مخې ښځينه ربالنوی د يو شلو شپيتو کالو په عمر مړه شوه او د مړکيدو مخکې يې په امريکايی قاره کې بومی سورپوستان د سپی ډېر احترام او عبادت کوي . هر کال د مې د مياشتی اخری ورځ د سپې د ورځی په توګه ټاکل کېږي . بوميان په هر فعاليت کې خپل سپی په داسی حال کې چې په زيورا لاتو ښکلی شوی ، له ځانه وړی څو چې له خپلو سپيو سره مينه څرګنده کړی . که سپې مړ شي ، خاوند به يې د ښخولو درانده مراسم پر ځای کړی .