<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-27 20:55:01    
په جدي مراسمو کې کوچنۍ تيروتنه رامنځه شوه.

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: دری ورځې مخکې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د اور د راغونډولو مراسم د يونان په اولمپيا کې تر سره شول. زموږ خبريالانو په دغو مراسمو کې د يوناني وګړيو او د بېلا بېلو ساحو شخصيتونو له خوا د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه له مبارکې تر لاسه کړې دي. دغه راز دوی په دغه جدي مراسمو کې يوه کوچنۍ تيروتنه ليدلی دی.

دغه مراسم د سهار په يوولسو بجو پيل شول. کله چې د چين د اولمپيک لوبو د انتظامې کميټې مشر ليو چي خپله وينا وکړه، يو وګړی د کتونکو له څوکۍ څخه ليو چي ته ولاړ شو او ليو چي ته نژدی يې يو بيرغ خپور کړ. په دې وخت کې د ده دوو ملګرو هم د کتونکو له څوکۍ څخه ودريدل. پوليسو سمدلاسه دغه وګړي ونيول او د مراسمو له ځای څخه يې وايستل. د دغو پېښو موده دوه دقيقي دوام وکړ. خو دغې پېښی د ليو چي په وينا کې هيڅ اغيزه رامنځ ته نه کړه، ليو چي په جدی او اسوده توګه خپله وينا وکړه.

له دې وروسته زموږ خبريال معلومات تر لاس کړل چې دغو دريو وګړيو د بی سرحده خبريالانو سازمان غړي دي. دوی د خبريالانو ثابت حيثيت درلود. خو دوی د دغه حيثيت له لارې له مسلکي اخلاقو څخه سر غړونې وکړه.

دوی غواړي د دغو عملياتو له لارې د اولمپيک لوبې سياسي کړي او د بېجينګ د اولمپيک لوبو مخنيوی وکړي. د نړيوالې ټولنې بېلا بېلو ساحو په جلا جلا توګه د دغو عملياتو سخته غندنه وکړه. د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې د يوناني مرستيال نيکلاو ويلی (( زه ډير خواشينی وم چې دغو وګړيو په دغو مراسمو کې ناوړه عمليات تر سره کړل. د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې مشر لوګ څو څو ځله پردې خبره ټينګار وکړ چې د اولمپيک لوبو کميټه سياسی ارګان نه دی. له دغې پېښی وروسته ښاغلي لوګ ويلی چې زه ډير خواشينی يم چې په دغو مراسمو کې دغه شان ناوړه عمل رامنځته شو.

اوس ياد شوي دری وګړی د يونان د پوليسو په بند کې دی.