<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-28 19:18:55    
په اتمه پېړۍ کې د دين تر څنګ حکومت او ټولنه (٢)

cri

له سباناري وروسته په دې تلوسه کې وم چې څنګه اوس د الوتنې وخت راشي او زه هوايي ډګر ته لاړشم . زما الوتنه درې بجې او ٢٠ دقيقې وه خو زه هوايي ډګر ته دوولس بجې لاړم.

دوولس بجې د اورمچي هوايي ډګر ته ورسېدم . په يوه بجه او ديرشو دقيقو الوتکې ته د ختلو کارتونه ووېشل شول او بيا د انتظار په خونه کې له ١١ نومرې دروازې سره کېناستو. د China Southern Airline شرکت CZ6903 الوتنه وه. دوه نيمې بجې الوتکې ته پورته شوو او په 30F-frontseet څوکۍ کېناستم.

قضاء ماښام اوه بجې بېجينګ ته ورسېدو. په هوايي ډګر ځای ځای نجونې هر کلي ته ولاړې وې. په يوه رنګ جامو ، په يوه بڼه ، ورته غږ- سپينې لکه ښاپېرۍ ځلېدې. د بېجينګ په هوايي ډګر د ښاپېريو ملګريو هر يوه احمد زلمي، سپوږمۍ او امان الله عمران راته انتطار کاوه. د دوی تاوده هر کلي او مينې له ما ټولې ستړياوې لرې کړې . د هوساينې ساه مې واخيسته، احمد زلمی او سپوږمۍ د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې کارکوونکي او امان الله عمران د دغې راډو بهرنی کارپوه دی . دوی له ځانه سره د دفتر موټر راوستی و . له ترمينل څخه راووتو او د بېجينګ ښار د مرکز په لوري مو حرکت وکړ . هوايي ډګر د بېجينګ ښار له مرکز څخه د موټر د نيم ساعت مزل په اندازه لرې دی . موږ په ګرم مجلس بوخت وو، په لاره هېڅ لا پوه هم نه شوم چې له هوايي ډګر تر هوټل پورې وخت څومره او څو دقيقې شوې . سپوږمۍ په موټر کې راته وويل : نور ملګري تېره شپه د اورګاډي له لارې شانګهای ته لاړل، موږ به سبا سهار وختي په الوتکه کې ځو . د هوټل مسوولين به دې سهار څلور نيمې بجې له خوبه پاڅوي، زه به پېنځه نيمې بجې راشم او بيا به په ګډه هوايي ډګر ته لاړ شو .

موږ نېغ Minzu Hotal هوټل ته لاړو . دا يو پېنځه ستوريز هوټل دی چې د چين د ملي لږکيو هوټل معنی لري . په شپږم پوړ ٦٣٢ نومره خونه کې مو کالي ځای پر ځای کړل او د ماښامنۍ لپاره مو يوه اسلامي خوړنځي يعني د حلالو خوړو رستورانت ته د تګ تابيا وکړه . بيا څلور واړه تورفان شېنګجيان هوټل ته لاړو. دا يو حلال خوړنځی دی . د خوړنځي نجونو کارکوونکيو په اسلام عليکم ښه راغلاست راته ووايه . احمد زلمی او سپوږمۍ د ډول ډول خوړو غوښتنه وکړه او له موږ يې وپوښتل چې نور څه خورو . دا خواړه ډېر خوندور وو . هغه وچه ډوډۍ هم وه چې پښتانه يې په خپلو کورونه کې له دوه وخته ډوډۍ او سهار چايو سره خوري . دا خوراکونه ډېر په زړه پورې او خوندور وو .

مسلمانان کړی شي چې د چين په لويو ښارونو کې په اسانۍ حلال او اسلامي خواړه پيدا کړي . دا خواړه په هغې ځانګړې چينايي طريقه پاخه شوي چې په ټوله نړۍ کې د چينايي خوړو په ستاينو او صفتونو د خلکو خولې نه ستړې کېږي او په هر ځل يادولو سره يې خوله اوبه کوي . که تاسې غواړئ چې په يوه اسلامي خوړنځي کې ډوډۍ وخورئ، نو دا کار اسانه دی . خپل ملګري يا لارښود ته وواياست چې اسلامي رستورانت ته مو بوځي . د بېجينګ ښار په ډېرو برخو کې دا ډول خوړنځي شته دي . په ځينو هغو په عربي ژبه هم ليکل شوي وي ( المطعم الاسلامي) ، همدغه ليکنه په انګليسي او چيني ژبه هم کښل شوې وي .

له خواږه مجلس او خوندورې ډوډۍ وروسته بېرته ټول مينزو هوټل ته لاړو . سپوږمۍ او احمد زلمي بيا په تکرار يادونه وکړه چې سبا سهار وختي به شانګهای ته الوتنه وي . دوی هيله څرګنده کړه چې کالي مې همدا اوس برابر کړم او اضافه کالي جلا کړم چې دلته په هوټل کې يې له شانګهای څخه تر بېرته راتګ پورې پرېږدم . بيا نو د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې ملګريو ما ته د ښې شپې او ښه خوب د هيلې په څرګندولو رخصت واخيست او زه يې په هوټل کې يوازې د خوب لپاره پرېښودم .