<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-28 19:48:07    
هېنګ ديان نړيواله سټوديو د کلتوري چارو د پرمختګ لپاره هڅې کوي

cri

په وروستيو کلونو کې هغه فلمونه چې د چين د مشهور فلم جوړونکی جانګ يي مو له خوا جوړ شوي، په نړۍ کې ډېر مينوالان موندلي. د بېلګې په توګه په دوه زره او دوهم کال کې د اتلانو په نامه فلم او په دوه زره او شپږم کال کې د طلايي ګل د لعنت په نامه فلم نندارچيانو ته د لويو ننداري منظرو ژوره خاطرات پرېښودلی دی. په ريښتيني توګه دغه لويې ننداري منظرې د هېنګ ديان په نړيواله سټوديو يا نړيوال فلم جوړونکی مرکز کې اخيستل شوې دي. د هنر او کلتور پروګرام په ننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغې سټوديو په اړه څه معلومات درکړم.

هېنګ ديان نړيواله سټوديو د چين په خيتځ د ځه جيانګ ولايت د دونګ يانګ ښار په هېنګ ديان ښارګوټي کې ده. د خبر له مخې، له نولس سوه او شپږ نويم کال راهيسي دوه مليارد او شپږ سوه مليون يوانه پانګه په دغه سټوديو لګول شوي چې د هانکانګ واټ، د مينګ او چينګ امپراتوري لړيو د ماڼيو، د چين په جنوب کې د اوبو ښارګوټو په ګډون د منظرو ديارلس سيمې په پرله پسی توګه جوړې شوي دي. د دغې سټوديو مرستيال ښاغلی ليو رونګ دونګ وويل د هېنګ ديان نړيواله سټوديو د فلم جوړولو په اړه پر يو بشپړ سيستم بدله شوې ده. ده وويل

دغه سيستم ډېر ګټور دی. موږ نه يوازی د بېلا بېلو زمانو په اړه د فلم جوړولو لويې اډې لرو، بلکې د هنرمندانو، د صحني سامانونو، کاليو، خواړو او استوګنځايو نو د برابرولو په ګډون يو لړ خدمتونه تر سره کوو.

څرنګه چې زمونږ د لړيزو خدمتونو له امله فلم جوړونکي يوازی د ډرامی متن په وړلو سره دلته راځي، خو د بشپړ فلم په وړلو سره بېرته ځي،نو زمونږ سټوديو د فلم جوړولو ډېرې ډلې او شرکتونه راجلب کړي دي. تر اوسه په دغه سټوديو کې څلور سوه فلمونه او تلويزيوني ډرامې جوړې شوې دي.

دغه سټوديو د دولت په کچه د سيلانۍ سيمې په توګه هم ټاکل شوې ده. تېر کال څلور مليون او اته سوه زره سيلانيانو له دغې سټوديو څخه ليدنه وکړه . د دغو سيلانيانو او زياتو فلم جوړونکو ډلو راتګ د هېنګ ديان ښارګوټۍ ته ډېر سوداګريز فرصتونه برابر کړي دي. ښاغلی ليو رونګ دونګ وويل

د استوګنځايونو او خواړو برابرولو په ګډون ډېرې چارې د هېنګ ديان نړيوالې سټوديو له خوا نه ، بلکې د ځايي وګړيو له خوا تر سره کېږي. د غه راز ځايي وګړي د هنرمندانو په فلمونو کې رول لوبولای شي. نو له دې مخې په دغه ښارګوټي کې بيکاران نشته.

جانګ ګن مياو د يو رسټورانت خاوند دی. له دوه زره او دوهم کال راهيسي د ده رسټورانت کال په کال ښه کېږي. جيانګ ګن مياو وويل

زه په دغه ښارګوټي کې اوسېږم او زما رسټورانت اوس په عمده توګه د فلم جوړولو ډلو او سيلانيانو ته خواړه برابروي. په منځني توګه مونږ هره اوونی اته سوه او يا زر تنو ته ډوډۍ برابرو او تر لاسه شوې ګټې مو کمې نه دي. که دغه سټوديو نه وي، دومره ګټې به می نه درلودې.

دغې سټوديو نه يوازی د کلتوري چارو د پرمختګ، بلکې د دغه ښارګوټي د

ترانسپورټي حالاتو د ښه کېدو، د ښاري بڼې د ښکلا او د وګړيو نظرونو د نړيوال کېدو په بېلا بېلو ساحو کې خپل خدمتونه کړي دي. خو د ښاغلی ليو ژونګ دونګ په

أند د دغې سټوديو د جوړولو په پېل کې يو لړ ستونزې وې. ده وويل

په پېل کې ډېرو وګړيو ګومان کاوه چې دغه سټوديو به ښه راتلونکې ونه لري. له يوې خوا دغې سټوديو ترافيکي انساتياوې نه درلودې چې له امله به يې په تګ راتګ کې له هانګ جو ښار څخه شپږ يا اوه ساعتونه ولګېږي.له بلې خوا په دغه سيمه کې دومره ښکلي طبيعي منظرې نه شته.

خو د دغه سټوديو پرمختګ د يادو شويو ستونزو له امله ونه ځنډول شو . تر اوسه پوری دغه سټوديو د دری مليارد يوانو په ارزښت پانګې لری اونورې شل څانګې يې هم جوړې کړي دي. ښاغلی ليو ژونګ دونګ وويل د دغه سټوديو موخه دا ده چې د فلم جوړولو او سيلانۍ چارو کچه يې په راتلونکو لسو کلونو کې د نړۍ لومړۍ کچې ته ورسېږي.