<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-28 19:52:58    
د چين مشهور صنعتي هنرمند تو جه

cri

اوه څلويښت کلن تو جه يو مشهور صنعتي هنرمند او متثبث دی. تو جه نه يوازی په هنري ساحه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي، بلکې د چين او د بهرنيو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلې د پياوړتيا لپاره يې هم هڅې کړي دي.

تو جه په پوهنتون کې د بريښنايي ماشيني انسان په اړه زده کړې وکړې او له فراعت وروسته يې د بريښنايي ماشينو د يوې فابريکې د مشر دنده پر غاړه واخيسته. ورپسی هغه په بريتانيا او امريکا کې د لوړې کچې زده کړې ته دوام ورکړ او په پرله پسی توګه يې په هانکانګ، شن ځن او شانګهای کې پر خپلو کارونو پېل وکړ. د ده له خوا جوړ شوی شرکت يعنی د اروپا او أسيا شرکت ډېرې پانګې او پياوړی توان لري. پر سوداګرۍ سربېره تو جه د کيندلو چاکو له لارې بېلا بېل هنري اثار جوړ کړي دي. د ده شخصي نندارتونونه په سينګاپور، ماليزيا،جاپان،کوريا جمهوريت،بريتانيا، فرانسه،المان او امريکا کې تر سره شوي او اثارو يې د هېواد په دننه او بهر کې يو سل او شپېته جايزې تر لاسه کړي دي. د ده ډېر اثار د بهرنيو هېوادونو په يو شمېر موزيمونو کې ساتل کېږي. تو جه اوس د چين او خوشبويه سر لرګی په اړه کلتور د ټولنې مشر دی او په همدی مهال په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د م م د نړيوالې تبادلې، همکارۍ او همغږۍ کمېتې عمومی منشی هم دی.

تو جه په نولس سوه او يوشپېتم کال کې د چين په شانګهای ښار کې زېږېدلی. د ده پلار پخوا د امريکا د هارورد پوهنتون يو پروفيسر او د تيلی انځورونو او کيندنې په ساحو کې

يې ستر بريالتوبونه تر لاسه کړي وو. کوچني تو جه تل له خپل پلار سره يو ځای و چې هنري بنسټ يې هماغه مهال جوړ شوی و.

تو جه له عکس اخيستلو سره هم مينه لري. ده د سيلانۍ په ترڅ کې د چين د بېلا بېلو مشهور ځايونو ښکلی عکسونه اخيستي او ډېرې ډبرې يې هم راغونډې کړي دي چې بېلا بېلې او بې سارې بڼې لري.

د تېرې پېړۍ په اوومه لسيزه کې د چين د هنر او کلتور پرمختګ د ځينو ټولنيزو ستونزو له امله وځنډول شو چې پوهنتونونو د هنر او کلتور څانګې نه درلودې. نو تو جه په علمی څانګه زده کړې وکړې او په خپلو فارغو وختونو کې يې د کيندنو په ګډون يو لړ هنري کارونه ترسره کړل.

تو جه په بريتانيا، امريکا او شمالي اروپا کې د لسو کلونو لپاره ژوند کړی دی. د زده کړې پر همدی مهال يې په واټونو کې د سيلانيانو لپاره د انځورولو او په رسټوراتونو کې د کار کولو له لارې خپلی د لومړۍ برخې پانګې ساتلې. تو جه هم د لسو هېوادونو له هنري موزيمونو څخه ليدنې کړي او د کتنې او زده کړې په ترڅ کې يې د چين دوديز کلتور يو ځل بيا په غور کتلی دی.

بېرته خپل وطن ته له راستنيدو وروسته تو جه په هانکانګ کې خپل شرکت جوړ کړ او پر لرګيو يې د کيندلو پر کارونو پېل وکړ. د ده شرکت اوس په ښه ډول پرمختګ کوي چې د ده هنري چارو ته پياوړی مالي ملاتړ هم برابروي.

د تو جه هنري اثار د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې نندارچيانو ته ايښودل او په ښه ډول ساتل کېږي. تو جه هم د چين د ولسی کلتور د تبادلې د لوی سفير په توګه وټاکل شو. تو

جه اوس په شانګهای کې د چين د دولتي خزانو د هنري موزيم د جوړولو لپاره هڅې کوي چې د چين او د بهرنيو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلې لپاره يو ښه فرصت برابر شي.