<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-28 20:00:29    
د چين د يولسمې دورې ملي ولسي کانګرس او ملي مشورتي کنفرانس په هکله له افغان سفير سره ځانګړې مرکه

cri

درنو دوستانو ښایي تاسې به هم خبر یاست چې پدې وروستیو کې د چین د یولسمې دورې ملی ولسي ګانګرس او او د ملی ولسی مشورتی کنفرانس لمړنۍ کلنۍ غونډه د مارچ په پنځمه نیټه دلته په بیجینګ کې پرانیستل شوه،چې د چین له ټولو برخو څخه شاوخوا درې زره تنو استازیو ګډون پکې کړی و،چې په ترڅ کې یې د چین د حکومت د تېرو تګلارو د تائید او یا هم کارکړنو په هکله خپل نظرونه ورکړي،او هم یې د راتلونکې مودې څیړلي،چې د سلامشورو له لارې یې هم منلي او که نیمګړتیاوې لري نو ردوي یې .

محترمو اورېدونکیو موږ هم پدې هکله په چین کې د افغانستان له لوی سفیر ښاغلي اکلیل احمد حکیمي سره یوه مرکه کړې او په لمړي سر کې مې ددغې کلنۍ غونډې په هکله د هغه د آند او نظر وپوښت ،ښاغلي حکیمي ددغو دوو لویو غونډو د بهیر د ستاینې په ترڅ کې وایي،دغه دوه غونډې له ډېر اهمیت څخه برخمنې دي،ځکه لدې لارې د خلکو باور پر حکومت لا زیاتیږي:

دا ددې څرګندونه کوي چې خلک پخپله د حکومت په اداره کې رول او واک لري،د بېلګې په توګه تاسو وليدل چې د خلکو استازيو د مستقيمو رايو له لارې د هېواد ولسمشر،لمړی وزير او نور مهم چارواکي وټاکل .

درنو اورېدونکيو د چين صدراعظم وين جياباو د مارچ په پنځمه نيټه د چين د نوې دورې ملي ولسي کانګرس په لومړنۍ غونډه کې د حکومت کاري راپور وړاندې کړ،هغه مهال ګڼ شمېر کورني او بهرني ديپلوماتان،سياسي چارواکي،او سياستوال موجود و،چې هغې غونډې ته په چين کې د افغانستان له يوی سفارت څخه هم يو استازی ورغلی و،ښاغلی اکيل احمد حکيمي پدې هکله وايي،د حکومت کاري راپور په ليکلې بڼه د ديپلوماتانو په واک کې ورکړل شوی و،چې پدې سره هغوی د چين د حکومت د تېر کال او هم د راتلونکي کال له پلانونو څخه خبر شول،د ښاغلي حکيمي په وينا د صدراعظم ونجياباو په راپور کې له بهرنيو هېوادونو سره ښو او نېکو اړيکيو ته هم پوره پاملرنه شوې:

د بهرنۍ پاليسۍ يا تګلارې په برخه کې د چين ولسي جمهوريت يو ځل بيا خپله ژمنه کړې چې له ګاونډيو ،سميې او نورو هېوادونو سره د متقابل پوهاوي،د يو بل د خاورو بشپړتيا ته د درناوي ،ملي حاکميت او خپلواکۍ پر بنسټ اړيکې ټينګې کړي،چې دا پخپله د چين د ولسي جمهوريت د سوله ايزې دوستۍ څرګندونه کوي .

ښاغلی حکيمي د صدراعظم ونجياباو د کاري راپور په هکله داسې زياتوي :

زه بايد ووايم چې د ښاغلي صدراعظم راپور مې يو بشپړ او هر اړخيز راپور وموند،که هغه په تېر کال کې وه او هم په روان کال کې ،نه يواځې دا چې خپل راتلونکي پروګرامونه خلکو ته روښانه کوي،بلکې د خپل تېر کار د کارکړنو په اړه هم په ډېره تفصيلي توګه معلومات وړاندې کوي،دا زما له پاره د ډېره پاملرنې وړ ده چې د چين په شان يو ستر هېواد کې ټولې چارې په يو منظم او سيستماتيک ډول پلی کيږي ،ما د ښاغلي ونجياباو راپور په ډېر دقت او غور سره ولوست،په هغه راپور کې د پيسو د پاړسوب د مخنيوي،د بې ساري او چټک اقتصادي سرعت د مخنيوي،په کور دننه له انرژيو څخه د استفادې ،د چين په ټولو برخو کې پر برابر پرمختګ او رشد باندې ټينګار کول،چې په دغه هېواد کې د ټولنيز عدالت د رامنځته کېدو لامل ګرځي،د چاپيريال ساتنې ،خلکو ته د ټولنيزو أسانتياوو برابرولو ته ځای ورکول شوی،چې دا هر يو يی پخپل وار د چيني ټولنې لپاره حياتي رولونه لري.،ښاغلی حکيمي داسې زياتوي:

د صدراعظم ونجياباو له کاري راپور څخه دا څرګنده شوې چې داسې يوه اداره رامنځ ته کول غواړي چې د کاري پلوه د لووې وړتيا لرونکې او تشکيلاتي پاړسوب يې کوچنی وي،دا لومړی ځل و چې ښاغي صدراعظم دې ټکي ته پام اړولی،او د خپل حکومت د ځينو ورته وزارتونو د يو ځای کولو اعلان يې وکړ،چې په پايله کې يې د پخانيو وزارتونو له يو ځای کېدلو څخه پنځه نوي وزارتونه رامنځ ته شوي،چې دا زما له پاره د ډېرې پاملرنې وړ خبر وه،او هيله لرم چې دغه چارې په راتلونکې کې هم له نږدې څخه وڅارم ،چې ددغو وزارتونه يو ځای کېدل خلکو ته څه ښې پاېلې لري .