<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-29 17:43:12    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

څو ورځې مخکی زموږ يو دايمی اوريدونکی د ډولفن کلب مشر محمد اويس امين يو ليک رااستولی و چې پکی وويل زه محمد اويس امين د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې ټولو کارکوونکو ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندی کوم .

ستاسو پروګرامونه ډېر ښه او په زړه پوری دی . زه او زما ملګری هره ورځ په ډير شوق سره ستاسو پروګرامونه اورو . زه تاسو ته يوڅو وړانديزونه کوم او غواړم چې تاسو دغو وړانديزونو ته پاملرنه وکړئ .

لومړی، تاسو کولی شی چې د سی ار ای په پښتو پروګرام کې د شعرونو او ادبياتو په اړه يوه برخه چمتو کړئ ځکه چې موږ به له داسی پروګرام څخه علوم ترلاسه کړای شو.

دوهم، تاسو د پښتو موسيقی لپاره يو نوی پروګرام جوړ کړئ .

درېيم، تاسوبايد د موږ او اوريدونکی پروګرام په يوه اوونۍ کې دوه ځله خپور کړئ .

څلورم، په پښتو هنداره کې د اوريدونکو ليکونه او عکسونه چمتو کړئ .

پنځم، زه له چينی ژبې سره هم ډيره مينه لرم او غواړم ستا د پروګرام له لارې چينی ژبه

زده کړم . تاسو کولی شئ که نه د چينی ژبې د زده کړې په اړه يو کتاب هم چاپ او د اوريدونکو په واک کې ورکړئ.

ګرانو دوستانو! زه ډيره خوشحاله يم چې اوريدونکی زمونږ خپرونو ته دومره ډيره پاملرنه کوي. د پروګرام په نننی کړۍ کې به زه د امين صاحب نوموړو پوښتنو ته ځوابونه ورکړم .

لومړی، د شعرونو او ادبياتو په اړه د پروګرام د جوړښت په اړه وړانديز ډير ښه دی. په حقيقت کې پخوا زموږ په ويبپاڼه کې يو ځانګړی پروګرام و چې د افغانستان د مشهورو ليکوالانو مضمونونه پکې خپريدل . خو زمونږ په لاس کې دغه شان سرچينی دومره زياتې نه دي نو دغه پروګرام لغوه شوی دی.

دوهم، موږ د ډيرو اوريدونکو په شان نه يوازی له چينی بلکې له افغانی موسيقی سره هم ډيره مينه لرو. اوس د پښتو څانګې په ويبپاڼه کې د موسيقی ډګر په نامه يو پروګرام شته چې پکی ډيرې سندرې پکې شته . موږ اوس کوشش کوو چې لازياتې چينی او افغانی سندرې په کی وړاندی کړو.

درېيم، ښاغلی امين وړانديز کړی چې موږ او اوريدونکی پروګرام په يوه اوونۍ کې دوه ځله خپور شی. ځکه چې د چين د نړيوالې راډيو پښتو خپرونه يوه ورځ يوازی نيم ساعت خپرونه کوي او موږ غواړو په دغه لنډ وخت کې زيات معلومات اوريدونکو ته وړاندی کړو. که څه هم مونږ اوس نه شو کولی چې د اوريدونکو د ليکونو دغه پروګرام په يووه اوونۍ کی دوه ځله خپور کړو خو مونږ به کوشش وکړو چې لازيات معلومات شامل کړو.

څلورم، ښاغلی امين ويلی چې په پښتو هنداره کې د اوريدونکو د ليکونو او عکسونو په اړه برخه بايد پراخه شی . دغه وړانديز به انشاالله ژر پوره شی ځکه چې زموږ دغه مجله

به پراخه شی نو محتويات يی هم زياتيږی .

پنځم، د چينی ژبې په اړه ځانګړی پروګرام چې د چين نړيوالې راډيو له خوا په ډېره جدی او علمی توګه چمتو شوی، د جوړولو په حال کې دی . دغه پروګرام هرځل لس دقيقې اوږدوالی لری او په يووه اوونۍ کې به دوه ځله خپور شی. مونږ هيله لرو چې لازيات اوريدونکی له دې لارې په چينی ژبه زده کړه وکړي او تری ګټه واخلی.