<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-29 18:31:54    
موږ او اورېدونکي

cri

عمران – قدرمنو اورېدونكيو، سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ، له هر څه مخكې له لوى خداى نه غواړم چې روغتيا او خوشالي مو په برخه وي او هم د ژوند په چارو كې بريالي او سرلوړي وئ، زه امان الله عمران يم د موږ او اورېدونكي پروګرام وړاندې كولو لپاره بيا هم دا دى سټوډيو ته راغلى يم، او اورېدو ته يې ستاسو هركلى كوم. نو هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ. خو مخكې له دې چې ستاسې په ليكونو پيل وكړم، د پروګرام په تېرو دوو كړيو كې مې د يوې خبرتيا يادونه كړې وه يو ځل بيا يې هم درپه يادوم، هغه دا چې سږ كال د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونه خپله پنځه دېرشمه كليزه لمانځي، پنځه دېرش كاله مخكې د چين نړيوالې راډيو د ۱۹۷۳ كال د جولاى په پنځه لسمه په پښتو خپرونه پيل وكړ. پښتو خپرونه غواړي چې په راتلونكې اپرېل مياشت كې د خپلې پنځه دېرشمې كليزې په وياړ د اورېدونكيو تر منځ يوه سيالي ترسره كړي، د دغې سيالۍ پوښتنپاڼې به په اپرېل مياشت كې تاسو ټولو اورېدونكيو ته درواستول شي، نو هيله ده چې تاسو ټول په كې برخه واخلئ او د درلېږل شويو پوښتنو ځوابونه راواستوئ. دا وه د پښتو خپرونې د پنځه دېرشمې كليزې په اړه د يوې سيالۍ خبرتيا چې وامو ورېده. د اورېدونكيو له خوا ليكونه خورا ډېر راغلي، نو ستاسو او ستاسو د ليكونو تر منځ وخت ډېر نه نيسم، نو راځي چې پروګرام پيل كړو.

- پيل له خوست نه كوم، چېرې چې د عليشېرو ولسوالۍ د جونو غونډۍ له يوراج كلب څخه اسد الله اسد ليك را استولى او ليكلي يې دي: زه په اول كې د سي آر آى راډيو ټولو همكارانو ته سلامونه وايم او نېكې هيلې وړاندې كوم. ستاسو ټولې خپرونې په زړه پورې دي او دا چې تاسو په خپلو پروګرامونو كې ښه او ګټور معلومات خپروئ، اورېدونكى اسدالله زياتوي، زه ډېر خوشاله يم. موږ ټول دلته ستاسې خپرونې اورو په تېره بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام سره مو ډېره مينه ده. بيا يوه غوښتنه كوي او ليكي: تاسو بايد د پښتو خپرونې وخت اوږد كړئ، اوس يې وخت ډېر كم دى او كله چې موږ ستاسې خپرونې ته د اورېدو په خوند كې شو نو ستاسې د خپرونې وخت هم ورسره پاى ته ورسېږي. اورېدونكي اسد الله اسد بيا خپل ليك په يوې پوښتنې لنډ كړى او وايي: څو تنه سوداګرو افغانانو له چين څخه ليدنه كړې؟ نو كه د دغې پوښتنې ځواب راكړئ ډېر به خوشاله شم. نو ګرانه اسد الله خانه، چين ته خو د سوداګرئ لپاره ډېر زيات شمېر افغانان راځي، هره اوونۍ له كابل څخه د چين په شمال لوېديځ كې د ارومچي ښار ته د اريانا افغان هوايي شركت يو ځل الوتنې كوي او ګڼ شمېر افغانان په كې د سوداګرۍ لپاره چين ته راځي، نو په دې توګه د افغانانو د تګ او راتګ حساب نه كېږي چې څومره ځي او څومره راځي.

- دغه بل ليك هم د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د يوراج كلب څخه سيد حسن خاكسار را استولى او ليكلي يې دي: د پښتو خپرونې ټولو همكارانو ته دومره سلامونه وايم لكه د افغانستان زده كوونكي. بيا لكي: زه ستاسو راډيو هر وخت نيسم او تل يې اورم، ستاسې راډيو ډېرې په زړه پورې خپرونې لري، ستاسې بېلابېل پروګرامونه مې ډېر خوښېږي. دا زما دوهم ليك دى، نوموړى يادونه كوي چې ستاسو راډيو ته يې دراستوم، هيله ده راته خپور يې كړئ او بوخارۍ ته يې ونه غورځوئ. د اورېدونكي خاكسار له ليك مننه كووو هيله ده قدرمنه اورېدونكيه زموږ خپرونې او بېلابېل پروګرامونه هر وخت واورې او هم موږ ته خپلې په زړه پورې او ګټورې خبرې راواستوې.

- د پاكستان د بلوچستان د سيف الله كلا له مسلم باغ څخه محمد علي عمري يو برېښناليك را استولى، د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: له ډېر وخت راهيسې ستاسې خپرونه اورم، او ډېره مې خوښېږي، غټ لامل يې دا دى چې ستاسو خپرونه دلته ډېره ښه او رڼه اورېدل كېږي. اورېدونكى محمد علي عمري زياتوي: ما مخكې هم دوه برېښناليكونه در استولي وو، خو تر اوسه يې هېڅ درك نه دى لګېدلى، كه دا ليك مې درورسېد هرومرو يې را ته خپور كړئ. بيا وايي: همدا ليك يوازې او يوازې د پښتو مينې له مخې در استوم، ستا يو بل اورېدونكي رفيع الله مندو خېل سره هم قلمي اړيكي لرم، كله چې پښتو هېنداره راورسېږي نو له كتلو وروسته يې بيا ما ته رالېږي. نو قدرمنه محمد علي عمري، ستا له خورا په زړه پورې برېښناليك څخه ډېره مننه كوو، دا دى په پروګرام كې مو درته خپور كړ هيله ده اورېدلى دې وي، ګيله دې لرې شوې وي او په راتلونكي كې هر وخت برېښناليكونه راواستوې. ستا پته له موږ سره شته، د پښتو خپرونې مطبوعاتي توكي به ان شاء الله درواستوو.

- بيا هم يو بل برېښناليك را اخلم چې د بغلان ولايت په پولخمري كې د باغشمال له ساقي كلي څخه اورېدونكي عطاء الرحمن را استولى دى. د خپلو ملګريو هر يو عطاء الله فاروقي، قاري حمايت الله، محمد عارف عرفان، فضل حق او وړوكي نور رحمن فاروقي نومونه يې ليكلي او بيا وايي: موږ خپل سلامونه د سي آر اى راډيو ټولو كاركوونكيو او ډيوې جانې خور ته وړاندې كوو. بيا زياتوي: موږ د نوي كال مباركي د سي آر آى راډيو ټولو كاركوونكيو او ټولو افغانانو ته وايوو. اورېدونكي عطاء الله فاروقي بيا د خپلو نورو ملګريو نومونه ليكلي او وايي: د مانسهرې د اچړيانو په درېيمه شمېره كمپ كې خپلو ملګريو هر يو قاري محراب الدين پرېشان، قاري نوروز، قاري محمد هاشم، محمد قاسم جلالي، سرور الدين، جمعه الدين، ضياء الحق، خان محمد جګر خون، حضرت ګل جارجار، نور جان، سردار، اغا ګل، امر الدين، رحم الدين، فيروز او وړوكي انور جلالي ته د زړه له كومي سلامونه او هم د نوي كال مباركي وړاندې كوو. نوموړى بيا ګيله كوي او وايي: دا زما درېيم ليك دى چې تاسو ته يې در استوم، خو تاسو يې نه پر خپله وېبپاڼه خپروئ او نه يې زموږ ملګريو ته ورډالۍ كوئ، بيا وايي، خو چېرې تاسو راته خپور كړ، نو موږ به هم خپل قلمي اړيكي درسره ساتو. نو قدرمنه اورېدونكيه عطاء الرحمن فاروقي، ليك خو مو دې دا دى خپور كړ، ملګريو ته مو دې هم سلامونه او مباركۍ ورډالۍ كړې، اوس نو دې د اړيكو ساتلو په اړه دا ګز او دا ميدان چې څومره ليكونه به را استوې، موږ دې نورو ليكونو، نظرونو، وړانديزونو او هم په افغانستان كې ژوند او كار په اړه كيسو ته په انتظار يوو چې له نور اورېدونكيو سره يې شريكې كړې.

- دغه بل ليك را اخلم چې د پاكستان د پنجاب له بهاولپور څخه ښايسته خان را استولى دى. لومړى يې له خپلو ملګريو سره په ګډه سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: دلته په بهاولپور كې ستاسو پښتو خپرونې بيخي صفا او رڼې اورېدل كېږي، هسې خو زه، نومړى زياتوي، د سي آر آى راډيو پخوانۍ اورېدونكى يم، او اوس هم د سي آر آى راډيو اردو، هندي او انګليسي خپرونې اورم. خو د پښتو خپرونې په اړه معلومات، اورېدونكى ښايسته خان ليكي، ستاسې اورېدونكي په ژوب كې د سي آر آى لسنرز كلب مشر رفيع الله مندوخېل راكړل. اورېدونكى ښايسته خان د خپل ليك په پاى كې وايي: دا زما لومړى ليك دى چې تاسو ته يې در استوم، بيا ژمنه كوي او وايي: په راتلونكي كې به نور ليكونه هم در استوم.

- دغه راز د بلوچستان له مكران څخه سعيد احمد يو لنډ ليك را استولى دى، له سلامونه وروسته يې ليكلي: ستاسو د روغتيا په هيله خپل لومړى ليك درته ليكم. دلته په مكران كې د سي آر آى خپرونې صفا او رڼې اورېدل كېږي. زموږ سيمه ډېره ورسته پاتې ده، ده هم د رفيع الله مندوخېل په لارښونه ليك را استولى او وايي چې نوموړى دلته مكران ګوادر، تربت ته راغلى و او ډېرو خلكو ته يې د سي آر آى په اړه معلومات وكړل.

- درنو اورېدونكيو، ستاسې له خوا رارسېدلي ليكونه مو ولوستل، اوس به موسيقۍ ته نوبت وركړو، نو راځئ چې دا ځل د هما په غږ دغه خوندوره سندره واورو.

- درنو اورېدونكيو د هما سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته رسېږي، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ ما امان الله عمران ته اجازه راكړئ، په لوى څښتن مو سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.