د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغانستان پوليسو د مارچ په نهه ويشتمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د دغه هېواد په جنوب هلمند ولايت کې د برېښنا توليد پر يوې فابريکې د همدې ورځې په سهار بريد وشو چې په پايله کې يې لږ تر لږه دوه تنه ووژل او اته تنه نور ټپيان شول. تر اوسه پوری هېڅ سازمان د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
د معلوماتو له مخې، د هلمند په شمول د افغانستان جنوبی سيمه يوه هغه سيمه ده چې طالبان پکې هر وخت عمليات تر سره کوي.