د سين هوا اژانس دخبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزير مرستيال وانګ چاو د روانې مياشتې په ٢٨ نېټه وويل چې اوس چين په بهر کې د نړيوالې ټولنې د پام وړ پانګونې يو نوی ځواک ګرځېدلی دی.
نوموړی په بيجينګ کې د چين د نړيوالې پانګونې او سوداګرۍ د ١٢ مشورتی غونډې په ترڅ کې وويل چې د ٢٠٠٧ کال تر پايه پوری چين په بهر کې د سل مليارد امريکايی ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده چې له دې جملې څخه په ٢٠٠٧ کال کې په بهر کې غيرمالی او مستقيمه پانګونه ١٨ مليارد او اووه سوه مليون امريکايی ډالرو ته رسيدلی چې دغه شمير د ٢٠٠٢ کال په پرتله ٧ ځله زيات شوی دی . اوس چين يو مليارد او دری سوه مليون نفوس لری او د هر کس پر سر کورنۍ توليدی اندازه له ٢٠٠٠ امريکايی ډالرو څخه اوړي.