<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-30 19:48:16    
دوولسم لوست

cri

ګرانو اورېدونکو ! السلام عليکم ! زه احمد زلمی مود چينی ژبې لوست ته هرکلی کوم ! ډېر خوشحاله يم چې د پروګرام په دغه برخه کې له تاسو سره يو ځای د چينی ژبې په پروګرام کې ملګری يم . هېله لرم چې تاسو په اسانۍ او خوشحالۍ سره چينی ژبه زده کړئ او تری ګټه واخلئ .

ګرانو دوستانو ! د تېر په شان به له هرڅه مخکی مونږ تير لوست ته يوه لنډه کتنه وکړو :

对不起。دوی بو چي

بښنه غواړم .

没关系。مۍ ګوان شي .

پروا نه شته يا پروا نه لری.

很抱歉。هن باو چيان .

ډېره بښنه غواړم .

没什么。مۍ شن مه .

پروا نه شته .

没事儿。مۍ شي اړ.

پروا نه لری يا هيڅ ستونزه نه شته .

ګرانو دوستانو! اوس موږ نويو جملو ته پام کوو :

别紧张بيې جين جانګ

مه وارخطا کېږه !

别着急بيې جانګ جي

خواشيني مه کوه !

没问题مۍ ون تي

ستونزه نه شته .

问题不大ون تي بو دا

لويه ستونزه نه ده

放心吧فانګ شين با

اندېښنه مه کوه او ارام شه !

小心点شياو شين ديان

پام کوه .

ګرانودوستانو! موږ به په وار سره دغه جملې زده کړو. تاسو واورېدلی چې په دغو جملو کې يوه کلمه ډېره کارول کېده يعنی بيې .

بيې دغه کلمه په چينی ژبه کې د مه کوه معنی ورکوي . د دې ترڅنګ جين جانګ يعنی خړپړتيا يا ورخطايی نو بيې جين جانګ دلته يعنی مه وارخطا کېږه . د بېلګې په توګه که ستا يو ملګری په يوه ازموينه کې ګډون کوي او هغه په دې اړه اندېښنه لری چې برياليتوب نه شی ترلاسه کړی او ډير وارخطا دی . نو تاسو دغه کس ته وايئ : بيې جين جانګ .

يوه بله جمله بيې جاو جي . دلته جاو جي يعنی خواشيني او ناارامی ده . نو بيې جاو جي يعنی خواشينی يا ناارامي مه کوه . د بېلګې په توګه ستا د يو ملګری کتاب ورک شوی او هغه ډير ناارام دی . نو تاسو هغه ته وايئ : بيې جاو جي . دغه کتاب به ژر پيدا شي .

ګرانو دوستانو! کله چې يو کس له تاسو څخه پوښتنه کوي چې دغه کار ستا لپاره ستونزمن دی که نه ؟ او په حقيقت کې دغه کار ستونزمن نه دی يا تاسو دغه کار حلولی شئ . نو تاسو څرنګه ځواب ورکوئ او خپل باور ښيئ ؟ تاسو بايد ووايئ : مۍ ون تی يا ون تي بو دا .

ون تی يعنی ستونزه او مۍ يعنی نه شته نو مۍ ون تي يعنی ستونزه نه شته . د دې ترڅنګ دا هم ويلی شئ ون تي بو دا يعنی لويه ستونزه نه ده . دا يعنی لوی او بو دا يعنی لوی نه دی . ون تي بو دا يعنی لويه ستونزه نه ده .

ګرانودوستانو! فانګ شين به،په چينی ژبه کې يعنی اندېښنه مه کوه او ارام شه ! دغه کلمه هم د باور څرګندونې معنی ورکوي خو احساس يی نسبتأ ټينګ دی .

د دې ترڅنګ شياو شين ديان په چينی ژبه کې يعنی ډير پام وکړئ . کله چې يو کار ته بايد ډير پام ورکړی شی نو تاسو بايد وايی : شياو شين ديان .

ګرانو دوستانو! اوس تاسو پوه شوئ چې څرنګه خپل باور څرګند کړئ ؟ سمه ده، موږ به نننی نوی جملې يو ځل بيا سره واورو:

别紧张بيې جين جانګ

مه وارخطا کېږه !

别着急بيې جانګ جي

خواشينی مه کوه !

没问题مۍ ون تي

ستونزه نه شته .

问题不大ون تي بو دا

لويه ستونزه نه ده

放心吧فانګ شين با

اندېښنه مه کوه او ارام شه !

小心点شياو شين ديان

پام کوه .

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده ، هېله لرم چې تاسو په مناسب فرصت کې د ژبې زده کولو زيات تمرينونه وکړئ . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !