<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-30 19:51:20    
د تبت قوم سندرغاړی هان هونګ له خوا ويل شوی سندری

cri

ګرانو اورېدونکو، د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د ځوانې سندرغاړې هان هونګ له خوا ويل شوی سندری وړاندی کړو .

هان هونګ د چين په لويديځ د تبت په چانګ دو کې زېږېدلی ، د دی مور د تبت قوم يوه مشهوره سندرغاړې ده ، نو له دی امله يې د ماشومتوب په موده کې له موسيقی سره مينه درلوده ، هان هونګ په ١٤ کلنۍ کې د هېواد په کچه د سندرو ويلو په يو سيالی کی جايزه تر لاسه کړه او تر هغه وروسته يې په يوه ځانګړی هنري پوهنځی کې د سندرو ويلو زده کړه وکړه . اوس به موږ په ګډه د هان هونګ له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يې دی خپل وطن .

( سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو ، هان هونګ د سندرو ويلو پر ته د سندرو په جوړولو کې هم ډېره تکړه ده . په ١٩٩٧ کال کې يې خپل لومړی البوم خپور کړ چې پکې ٦ سندری ددی له خوا جوړ شوي وی .

د چای او اس په نامه په لرغونی لار کې خلکو د اسونو د لوبډلو له لاری سوداګريز فعاليتونه تر سره کړی، دغه لار د چين له جنوب لويديځی سيمې څخه په جلا جلا توګه ميانمر ، نيپال او هند ته اوږدېږي . په دغه لار کې سوداګريز فعاليتونه له ٧ پيړۍ څخه پيل شول او د دوهمی نړيوالی جګړی وروسته پای ته ورسيدل . وګړيو له دغې لاری د چای او مالګې په ګډون د ژوند اړين توکی تبتي سيمو ته لېږل او له تبتي سيمې څخه يې اسونو او پسونه پيرودل . دغه لار په نړۍ کې د کلتور تبادلوی لار هم ده .

اوس به موږ په ګډه د هان هونګ له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يې دی چای

او اس لرغونی لار .

( سندره ٢ )

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د هان هون له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يې دی راځئ .

ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!