د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په استوايی سيمه کې د باراني ځنګلونو د نباتاتو او ژويو د زياتو ډولونو څېړنې په اړه د چين لوی ازمويښتی مرکز څو ورځې مخکې د يون نان ولايت د شي شوانګ بان نا د دای قوم په خپلواکه سيمه کې جوړ شو. له دغه ګام څخه څرګندېږی چې په دې برخه کې د چين توان پياوړی شوی دی.
د چين د علم او ټولنې اکاډمۍ په شي شوانګ بان نا کې د استوايی سيمې د نباتاتو باغ مرستيال څاو مين وويل دغه مرکز په عمده توګه د استوايي سيمې د باراني ځنلګونو د نباتاتو او ژويو د زياتو ډولونو د ساتنې نظام څېړنه کوی او د اوږدې مودې لپاره د چاپېريال بدلون په اړه د ځنلګونو ايکونولوژيکي سيستم د غبرګونونو څارنه کوی.