<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-31 19:03:20    
هغه قوت چه د درو تنو لخوا راجمع شي ، له ببر سره برابر قوي شي

cri
وايي چه دوه زره کاله دمخه په چين کي څو وړوکي ملکونه وو چه يو ملک يي وي نوميده ، يوه ورځ د وي پاچا د جاو له ملک سره د اتحاد جوړولو دپاره پان څون د استازي په توګه مقرر کړ څو چه لوي شهزاده د يرغمل په توګه د جاو ملک ته وروليږي . د خداي پامانۍ په وخت کي پان څون پاچا ته وويل که څوک تاسو ته خبر ورکړي چه په بازار کي يو خطرناک ببر شته ، پرې باور لري ؟ باور پرې نه لرم ، پاچا ځواب ورکړ . پان څون بيا پوښتنه وکړه چن که لږه شيبه وروسته بل څوک تاسو ته وويل چه په بازار کي يي ببر وليد ، هم پرې باور نه لري ؟ پاچا د لږ فکر نه وروسته وويل پوره باور نه لرم ، خو شکمن يم چه ښايي چه په بازار کي ببر وي ،پان څون خپلو پوښتنو ته دوام ورکړ او و يي ويل که نور دريم سړي تاسو ته هم خبر درکړي چه په بازار کي ببر راغلی دی . پرې باور لرئ که نه ؟ پاچا په واضيحه توګه ور ته ځواب ورکړ چه التبه باور لرم . پان څون په انديښمنه لهجه پاچا ته وويل ټولو ته معلومه ده چه په بازار کي د ببر د راتګ امکان نشته ، ، خو درو تنو تاسو ته ويلي چه دوي په بازار کي ببر ليدلي دي ، نو تاسي پري باور لري . زه به اوس له شهزاده سره د جاو ملک ته حرکت کوم ، د جاو له پايتخت څخه زمونږ د هيواد تر پايخت پوري مسافت بازار ته د امپراطوري ماڼۍ د فاصلې نه ډير ليري دی ، جاو ته زما د ورتګ نه وروسته که څوک په ما تهمت وکړي ، هيله من يم چه تاسي تحقيقات تر سره کړي ، پاچا د پان څون په مفهوم باندي ښه پوه شو او ور ته يي وويل چه زه به د نورو په تهمتونو باندي هيڅ باور و نه کړم . رښتيا وه چه جا و ته د پان څون د ورتګ نه وروسته زياتو کسانو پاچا ته ويلي چه پان څون په جاو کي هره ورځ فاخرانه ژوند تيروي او د خپل هيواد سره د خيانت نيت لري . درې کاله وروسته پان څون خپله وظيفه بشپړه کړه او بيرته خپل وطن ته راستون شو . پاچا نه يوازي ور ته هيڅ مکافات ندي ورکړي ، بلکي حتی يي ور سره ملاقات هم ندي کړي ، ددې قصې نه دا متل جوړ شو چه هغه قوت چه د درو تنو لخوا راجمع شي ، له ببر سره برابر قوي شي ، مانا يي دا ده چه خلکو ته اخطار ورکوي چه د نورو کسانو په درواغونو او شايعاتو دي باور و نه کړي .