په چين کې د مهاجرت چارو د ادارې توان د پياوړتيا په اړه يو پروګرام د پيل مراسم څو ورځې مخکې په بېجينګ کې تر سره شول. د کډوالو نړيوال سازمان او اروپايی ټولنې په دغو مراسمو کې ګډون وکړ.
دغه څلورويشت مياشتنی پروګرام د چين حکومت او د مهاجرت چارو د نړيوال سازمان لخوا په ګډه تر سره کېږی او عمده پانګه يې د اروپايی ټولنې لخوا چمتو کېږی. د دغه پروګرام موخه دا ده چې د وګړيو د هجرت ادارې په برخه کې د تکنولوژۍ او معلوماتو د تبادلې له لارې د يادو شويو دريو خواوو تر منځ همکاري پياوړې شي چې د ناقانونه کډوالۍ خطر وپېژندل شي او په دې توګه به چين او اروپا د وګړيو د مهاجرت چارو د ادارې په برخه کې د يو بل سيستم په اړه نور زيات معلومات تر لاسه کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت د نړيوالې څانګې مرستيال شنګ يونګ شيانګ د دغه پروګرام په پرانيستونکو مراسمو کې وويل دغه پروګرام نه يوازی د مهاجرت چارو د ادارې په برخه کې د چين توان د پياوړتيا لپاره ګټور دی بلکی د نړيوال سازمان لخوا د مهاجرت چارو په هکله د چين د تګلارو او اداری چوکاټ د پېژندلو لپاره هم اغېزمن دی.
چين يو زيات نفوس لرونکی ستر هېواد دی او له ورخلاصون او اصلاحاتو راهيسی د چينايانو او بهرنيانو تګ راتګ ډېر زيات شوی دی. په ٢٠٠
٧ کال کې بهر ته د تللو چينايانو شمېر اتيا مليون تنو ته رسيدلی او چين ته د راغليو بهرنيانو شمېر دوه پنځوس مليون تنو ته رسېدلی دی. د يوې هوسا ټولنې د جوړولو په غرض د کسانو د تګ را تګ له امله د رامنځته شويو ستونزو ښه حل و فصل او د چين د حکومت لپاره يوه لويه ننګونه ده. د مهاجرت چارو نړيوال سازمان په دغه ساحه کې د حکومتونو تر منځ يوازنی نړيوال سازمان دی او ډېرې اړوندې تجربې لري. نو ځکه له دغه نړيوال سازمان سره د چين همکاري اړينه ده.
د دغه نړيوال سازمان عمومی مدير برونسون ميکنلی په مراسمو کې وويل د دغه پروګرام پرانيستل د دواړو خواوو تر منځ په همکارۍ کې ستر اهميت لري. هغه وويل د مهاجرت چارو نړيوال سازمان په دغه برخه کې د چين د کوششونو ستاينه کوی او تر وسی پوری له چين سره خپله همکاری پياوړی کړي. د دغه پروګرام پرانيستل د همکارۍ لومړۍ ګام دی او دواړه خواوې به په راتلونکی کی نورې همکاريزې لارې چارې ولټوي.
په وروستيو کلونو کې د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير په پرمختګ سره په نړۍ کې د کډوالو شمېر تر ټولو زيات شوی دي. نو نړيوالې ټولنه اوس په دې پوه شوې چې د دوه اړخيزۍ او څو اړخيزۍ همکارۍ له لارې د وګړيو د هجرت له امله د رامنځته شوې نوی ننګونې حل و فصل ډېر مهم دی. د چين حکومت هم له دې سره موافقه لري.
ښاغلي شينګ يونګ شيانګ د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا او د خلکو د هجرت مسئلو د حل په بهير کې د تدبيرونو نيولو په اړه د چين دريځ بيان کړ او و يې ويل بايد د ابادۍ د پرمخبيولو په برخه کې د کډوالو رول ته په درنه سترګه وکتل شي او په همدی وخت کې بايد د کډوالو د عادی او ښه تګ را تګ د ضمانت لپاره تدبيرونه ونيسی او د ناقانه کډوالۍ مخه ونيسی.