<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-31 20:13:39    
په چين کې د پاکستان غالۍ جوړونکی عبدا لطيف خان

cri

ګرانو اورېدونکو ، د ژوند په چين کې پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د پاکستان د غاليو جوړونکی عبدا لطيف خان د ژوند په اړه لږ څه معلومات وړاندی کړو .

عبدا لطيف خان په ٢٠٠٥ کال کې چين ته راغی او د چينګ های د تبتي پسونو د وړيو د غاليو اوبدلو په شرکت کې يې کار پيل کړ . په ٢٠٠٧ کال کې د غالۍ جوړولو د تخنيکونو د اصلاحاتو په ساحه کې د عبدا لطيف خان دغوره خدمتونو له امله يی د دوستی په نامه د چين ملی جايزه تر لاسه کړه . دغه جايزه د چين د حکومت له خوا په چين کې بهرنيو کار پوهانو ته لومړنی لوړه جايزه ده . هر کال د اکتوبر په لومړی نېټه يعنی د چين د ملی جشن په وخت کې جايزه اخيستونکی د چين د حکومت په بلنه پلازمېنې بېجينګ ته راځي چې د جايزی ورکولو په مراسمو کې ګډون وکړی او د چين له مشرانو سره وګوری . که څه هم څو مياشتې تېری شوی ، خو عبدا لطيف خان د دغې جايزی د يادونی په وخت کې لاهم ډېر خوشحال دی . ده وويل :

زه او زما کورنۍ ډېره خوشحاله يو چې ما دغه جايزه تر لاسه کړی . پاکستان او چين دوست هېوادونه دي ، زما په أند ملګرو زما سره زياته مرسته کړې ده ، نو دغه جايزه زموږ ټولو ده .

تر اوسه پوري د عبدا لطيف خان په مشرۍ د چينګ های د تبتي پسونو د غاليو شرکت د غاليو اوبدلو تخنيکونو په برخو کې په وار سره د هېواد ٦ امتيازي حقونه تر لاسه کړي دي . عبدا لطيف خان په چين کې د ژوند د حالاتو د يادونی په وخت کې وويل چينګ های ولايت لوړه هوا لری او د راتګ په پيل کې دغه حالات ورته

مناسب نه و ، خو په لنډ وخت کې يې دلته له اقليم سره مينه پيدا کړه او تر اوسه يې په

چينګ های کې د ٣ کلونو لپاره ژوند کړی . ده وويل :

زه د کارونو لپاره ٧ هېوادونو ته تللی يم او په پای کې په چين کې پاتی شوم ، ځکه چې چينايان مېلمه پال خلک دی او له بهرنيانو سره دوستانه او تاوده احساسات لري ، زه د خپل وطن په شان دلته خوښ ژوند لرم .

عبدا لطيف خان په ٣ کلونو کې په خپلو سترګو د چينګ های ولايت ګړندی پرمختګ ليدلی دی ، هغه وويل دلته پرمختګ چټک دی او ستر بدلون رامنځته شوی . د بېلګی په توګه په ٢٠٠٥ کال کې د شي نينګ په هوايی ډګر کې اټوماټيک لفت نه و ، خو اوس د غه هوايی ډګر ډېر ښکلی او پرمختللی دی .

په چين کې د زيات شمېر بهرنيو کارکوونکو په شان عبدالطيف خان هم په ځينو وختونو کې له يوازيتوب سره مخامخ کېږی . که څه هم په چين کې يې ژوند ارام دی او چيني ملګری دوستانه رويه لري، خو دده په زړه کې له خپلې کورنۍ سره د مخامخ کېدلو هيله ډېره ده . هغه وويل دده ماينه ښکلۍ ده او څلور زړه وړونکی ماشومان لري . د ٢٠٠٧ کال د اکتوبر په مياشت کې ده د خپلی جايزی د تر لاسه کولو د لمانځنی لپاره خپله ماينه او ماشومانو چين ته راوستي دي.

عبدل لطيف خان وويل 

زما د پلار عمر يو سل او دوه کاله دی او په پاکستان کې اوسيږی او زما ماينه او ماشومان هم په کور کې دي . خو زه په چين کې له خپل کار سره مينه لرم او ښايی چې زما کورنۍ چين ته راشي او موږ سره يو ځای په چين کې ژوند وکړو .

ګرانو اورېدونکو ، تاسو همدا اوس په چين کې د پاکستان غالۍ جوړونکی عبدالطيف خان د ژوند په اړه لږ څه معلومات واورېدل ، د ژوند په چين کې پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسيد ، روغ او خوشحاله اوسئ!