<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-31 20:10:02    
د جی لين د تونګ يوو ولسوالۍ کيسه

cri

پخوا د جی لين ولايت د تونګ يوو ولسوالي بی وزلی وه، خو اوس ګڼ شمېر شرکتونو پکې پانګونه کړې ده او له يوې بې وزلې ولسوالۍ څخه پر يو بډای ځای بدله شوی ده . د تونګ يوو د شتمنېدو کيدو لامل څه دی؟ د چين د سوداګرۍ او اقتصاد پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د جی لين ولايت د تونګ يوو ولسوالۍ د شتمنۍ بهير اړه لږ څه معلومات وړاندی کړو.

که څه هم د تونګ يوو ولسوالی بې وزلې وه،خو د باد بډايې سرچينې لري، نو سيمه ايزو وګړيو د دغې پاکې سرچينې په کارولو سره د بريښنا توليدولو لپاره يوه فابريکه جوړه کړه ، خو له بدمرغه د لومړی پړاو پروژې له پيلولو وروسته د دغې فابريکې جوړونه لاهم د پيسو د کمښت له ستونزې سره مخامخ وه، د دغه حالت په وړاندی د جي لين ولايت د بريښنا شرکت پرېکړه وکړه چې په دغه برخه کې ټول کارکوونکي بايد ددغې پروژې د تر سره کولو لپاره په خپله پيسی ور کړي.که څه هم د بريښنا توليدولو په برخه کې د تونګ يوو ولسوالۍ کارکوونکيو د دغې فابريکې د جوړولو په اړه د لومړی پړاو پروژې د برياليتوب له امله د فابريکې جوړولو پر برياليتوب سره باور درلود، خو د خپلو پانګو اچول پکې بيا هم د دوی لپاره يو ستونزمن کار و، يوازی ښاغلی ګوو تي ځنګ چې د کرنې لپاره د بريښنا توليدولو څانګې عمومی انجنير دی، د دغې پروژې د پرمختګ په اړه ټينګه اراده درلوده. هغه وويل د دغې فابريکې د جوړولو په اړه مې لس زره ونډې اخيستې دی، که باور پرې نه درلودې، نور کارکوونکيو به يې هم په اړه شک درلود.

د ښاغلی ګوو د کوششونو له امله د ده ګڼ شمېر خپلوانو او دوستانو دغه ونډې

واخيستې چې له امله يې د پيسو د کمښت مسئله حل شوه. د ١٩٩٩ کال په پيل کې په دغه ولسوالۍ کې د باد په کارولو سره د بريښنا توليدولو لپاره لومړۍ فابريکه جوړه شوه چې په پايله کې په همدی کال کې يې وړاندی شوی ماليات د دغې ولسوالۍ د مالي عايداتو په سلو کې ١٠ برخه وينوله.ورپسې د بريښنا توليدولو ځينی لويو شرکتونو د باد له سرچينو څخه د ليدنې لپاره دغې ولسوالۍ ته لاړل او په دغه برخه کې يې اړوند تړونونه لاسليک کړل.

د باد په کارولو سره د بريښنا توليدولو چارو د پرمختګ له امله په دغه برخه کې د تجهيزاتو جوړولو چارو پرمختګ هم ګړندی شو.ځکه چې له نورو ځايونو څخه دغې ولسوالۍ ته د تجهيزاتو د ليږدولو لګښت ډېر زيات و، نو تجهيزات جوړونکيو دلته خپلې فابريکې جوړې کړي چې له امله يې په دغه ولسوالۍ کې يو نوی صنعتی ځنځير رامنځته شو او ګڼ شمېر کليوال ګارګران پکې استخدام شوي دي. تر اوسه پوری په دغه برخه کې د تجهيزاتو جوړولو تصديو له خوا وړاندی شوی ماليات د باد په کارولو سره د بريښنا توليدولو تصديو له خوا د ور کړل شويو مالياتو په پرتله زيات دی.

اوس مهال د دری مليون کيلو واټو په اندازه د لمری انرژۍ په کارولو سره د بريښنا توليدولو فابريکې جوړونه هم په سالمه توګه روانه ده. په دغه ولسوالۍ کې د کوريا جمهوريت د باد انرژۍ د ډله ايز شرکت عمومی مدير ان هونګ فو هم د پانګونې لپاره په خپل پلان فکر کوي. هغه وويل دلته ځمکه پراخه ده او لمري انرژي ډېره بډايه ده. مونږ غواړو چې دلته له لمري انرژۍ څخه د استفادې لپاره پانګه واچوو.

د باد او لمر انرژۍ د کارولو له برکته خلکو په دې اړه معلومات تر لاسه کړي او پوه شوي چې پاکه انرژي څه ده. په دغه ولسوالۍ کې د پاکې انرژۍ د کارولو له امله د تونګ يوو ولسوالی د چين دمرکزی حکومت له خوا د يوې نمونې په توګه وټاکل شوه او تر لاسه شوی ګټې يې هم د څښاک اوبو، پوهنې او طبی نظام په اړه د موجودو مسئلو په حل کې لګول شوې دي.

هر کال په پسرلي کې د سخت باد او شګو د مخنيوی لپاره د ونو کښېنولو په اړه فعاليتونه تر سره کيږي چې له مخې يې په ونو د پوښل شويو ځمکو اندازه د ٢٠٠٠کال په سلو کې له ١٥ څخه اوس ٢٥ سلنې ته رسيدلې ده.کليوال وګړی جيانګ وي ګوو وويل د ونو کښېنولو له لاری د سخت باد او شګو طوپان مخنيوی شوی دی.پخوا دلته خلکو د بد چاپيريال د بدلولو هېڅ فکر نه درلود.