<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-31 21:28:22    
د بېجينګ اولمپيک لوبو د مشال د هر کلي او د مشال د ليږدولو فعاليت د پيل مراسم د تيان ان من په ډګر کې تر سره شول

cri

د بېجينګ د اولمپيک لوبو مشال د مارچ په يودېرشمه نېټه د اولمپيک مشال په نامه د يوې ځانګړې الوتکې له لارې د پلازمېنې هوايی ډګر ته ورسيد. د همدې ورځې په سهار د دغه مشال د هر کلي او د مشال د ليږدولو فعاليت پرانيستونکی مراسم د تيان ان من په ډګر کې تر سره شول. د چين مشرانو هو جين تاو، شي جين پينګ او د اولمپيک نړيوالې کمېټې چارواکيو، د يونان د اولمپيک کمېټې چارواکيو، په چين کې د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو او شپږ زره تنه وګړيو په دغو درنو مراسمو کې ګډون وکړ.

د مارچ يودېرشمه نېټه د بېجينګ د اولميپيک لوبو تر پرانيستلو پوری يو سل او دېرش ورځې پاتی دي. د همدې ورځې په سهار د يونان له اولمپيا څخه راغلی مشال د نندارچيانو په تودو چک چکو او نارو وهلو د بېجينګ مرکز تيان ان من ډګر ته ورسيد.

د چين د دولت رئيس هو جين تاو د اولمپيک لوبو مشال د ليږدولو فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې د شيانګ يون په نامه لومړی هغه مشال چې د چين په خاوره کې بل شوی، د چين مشهور لوبغاړي ليو شيانګ ته ور کړ چې د يو سل او لس مترو واټن موانعو د ځغاستې په برخه کې يې نړيوال ريکارډ لري. ور پسی رئيس هو جين تاو اعلان وکړ

د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال ليږدولو فعاليت پيل کېږی!

له دغې ورځې څخه به د اولمپيک لوبو مشال ليږدونه چې د اولمپيک لوبو له سرچينې اولمپيا څخه راغلی، په نړۍ کې به د يو سل او دېرش ورځو لپاره دوام وکړي. د مشال ليږدول د هوسا سفر تر سرليک لاندی دی او د هيلې ليږدولو شعار لري. د شيانګ يون په نامه مشال به له پنځو لويو وچو تېر شي او واټن به يې يو سل او اووه دېرش زرو کيلو مترو ته ورسيږی. د مشال ليږدولو په ترڅ کې به د مشال اوچتوونکيو لوبغاړو شمېر يوويشت زره تنو ته ورسيږی او نور پنځه زره تنه به ور سره ملګری وي. دا به د اولمپيک لوبو په تاريخ کې د مشال ليږدولو يو هغه فعاليت وي چې وخت يې ډېر اوږد او د ګډون کوونکيو شمېر يې ډېر زيات دي.

د چين د دولت رئيس مرستيال شي جين پينګ په دغو مراسمو کې د اولمپيک لوبو مشال د هر کلي په اړه وينا وکړه او و يې ويل

د اولمپيک ځانګړو او لوړه سويه لرونکی لوبو تر سره کول د ټولو چينايانو يوه ګډه هيله ده. د چين حکومت او وګړي په دغو لوبو کې د بېلا بېلو هېوادونو د لوبغاړو او دوستانو د ګډون هر کلی کوی. موږ به د اولمپيک روحيې د خپرولو، د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو تر منځ د تفاهم او دوستۍ د پياوړتيا، د يوې سوله ايزې او سمسورې نړۍ د جوړولو لپاره له دوستانو سره يو ځای کوششونه وکړو.

د اولمپيک د نړيوالې کمېټې مشر جاک روګ د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال ليږدولو فعاليت د پرانيستلو مراسمو ته د مبارکۍ پيغام وليږه. د دغې کمېټې غړي او د بېجينګ د اولمپيک لوبو د همغږۍ ادارې مشر هين ويربروګن د روګ په استازيتوب دغه پيغام ولوست. په پيغام کې ويل شوي سر له ننه به دغه مشال له سپېڅلي اور

سره ټولی نړۍ ته وليږدول شي او هر ځای ته چې دغه مشال ورسيږي، د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه به د وګړيو هيله او مبارکی څرګندوي.

زه باور لرم چې د بېجينګ د اولمپيک لوبې نه يوازی د سپورتی چارو لپاره يو لوی فعاليت دی، بلکی د چينايانو او نړيوالو تر منځ د تفاهم او درناوي د پياوړتيا په اړه يو ښه فرصت هم دی.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتی کمېټې مشر ليو چي په دغو مراسمو کې وويل د اولمپيک لوبو مشال چين ته ورسېد. له دې څخه څرګندېږی چې د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبې به ژر پرانيستل شوی.

د اپريل په لومړی نېټه به د بېجينګ د اولمپيک لوبو مشال د قزاقستان الما اتا ښار ته وسپارل شي او له چين څخه بهر به د دری دېرشو ورځو لپاره د مشال ليږدولو فعاليت پيل شي.