د سين هوااژانس د خبر له مخې: د رومانيا ولسمشر ترايان باسيسکو د مارچ په يو ديرشمه نېټه ماښام وويل دغه هيواد به له کوم شرطه پرته افغانستان ته نور سرتيري ونه ليږي.
نوموړي داسی ګيلې وکړې چې د ځينو ملګريو هيوادونو پوځيان له افغانستان څخه وتلی دی يا د دغه هيواد په امن سيمو کې ځای پر ځای کېږي، خو د رومانيا پوځ په جنوب کې تر ټولو خطرناکې سيمې کې دنده تر سره کوي. هغه څرګنده کړه چې که ناټو افغانستان ته د نورو سرتيريو د ليږنې غوښتنه ورڅخه وکړي، د رومانيا پوځ به هر وخت د حکم انتظار وکړي، خو دغه هېواد به له کوم شرطه پرته افغانستان ته نور سرتيري و نه ليږي.
هغه زياته کړه چې د ناتو تړون د غړيو هيوادونو مشران به د اپريل په دوهمه نيټه په نجارست کې په سرمشريزه غونډه کې افغانستان ته د نورو سرتيريو د ليږنې په هکله سره بحث وکړي.