<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-01 14:11:53    
د جامو ګنډلو د ورکشاپ مغولي څښتنه سرحلين

cri

سرحلين پخوا يوه مالداره نجلۍ وه او اوس د چين د داخلی مغولستان د خپلواکې سيمې د شي لين ګو له دښتې په لويديځ وو جو مو چين ولسوالی کې د جامو ګنډلو د يوه ورکشاپ او يوې مغازې څښتنه ده. هغه تل د پخواني ژوند يادونه کوي. دې ويلی چې پخوا په دښتو کې هوا ډيره پاکه وه او کله کله باران اورېده. په هغه وخت کې موږ پسونه او غوايانو څرول او ژوند مو هم بد نه و.

د سرحلين کورنۍ اوه تنه غړي لري چې دوه سوه او شپيته هکتاره ځړ ځايونه او دری سوه پسونه او غوايان يې درلودل. که څه هم کورنی يی دومره شتمنه نه وه، خو ژوند يی بد هم نه و . خو د هوا د تودېدو او د څارويو شمير د زياتوالي له امله د شي لين ګو له دښته ګام په ګام په صحرا بدله شوې ده چې له امله د سرحلين کورنۍ ژوند هم له زياتو ستونزو سره مخامخ شو.

د شي لين ګو له سيمې حکومت د ايکولوژيکي چاپېريال د ساتنې لپاره يوه ځانګړې تګلاره پلی کړه په بله ژبه هغه مالداران چې د چاپېريال په خرابو ځايونو کې اوسېدول ، ښارګوټو او يا علاقه داريو ته ولېږل شول او دوی ته د کار نوي فرصتونه او شرايط برابر شوی دی. د دغې تګلارې په رڼا کې د سرحلين کورنی هم په ٢٠٠٠ کال کې د لويديځ وو جو مو چين ولسوالۍ ته ولېږل شوه . سرحلين د هغه وخت د ژوند په هکله وايي: په پيل کې زه ډيره اندېمښنه وم که څه هم له

دښتې څخه ښارګوټي ته په کډه راغلي يو ، خو تعليمی سويه می ټيټه وه. څه کار مې

کولای شو ؟ وروسته مې پلار وهڅوم چې اوس په دښته کې ژوند راته سخت ښکاري او يوازی د ښارګوټي په رستورانټ کې له مزدورۍ څخه ګټه اخلو.

له دې وروسته سرحلين له خپلې خور سره يوازی د جامو ګنډلو يوه مغازه په کرايه واخيسته. يوه چيني اصطلاح ده چې وايی د هر کار په پيل کې ستونزې شته. سرحلين او خور يی د خپل کار و بار په پيل کې د ښارګوټي له ژوند سره دومره بلد نه وو. خو دوی د دغو ستونزو په وړاندی خپل سر ټيټ نه کړ چې په پايله کې يې د خپلو کوښښونو له لارې نه يوازی د اخيستونکو، بلکې د همکارانو اعتبار هم تر لاسه کړی دی. د بېلګې په توګه که دوی کافی پيسې و نه لری، د اومو توکيو برابرونکي لاهم ټوکران ورته برابروی او هغه پيسې چې په ذمه پاتي دي ، د جامو له پلورلو وروسته ادا کوي.

څو کلونه وروسته د سرحلين کار و بار ګام په ګام پراخ شوی دی . اوس دوی د جامو ګنډلو يو ورکشاپ او يوه مغازه لري . د کار و بار د پرمختګ سره سم د سرحلين مغازه لا زياتو کارکوونکو ته اړتيا لری. په دې وخت کې يی هغه خويندې يادې کړې چې ددوی په شان ښارګوټي ته په کډه راغلي دي. اوس ددوی په مغازه يا ورکشاپ کې پنځلس تنه کارکوونکی شته چې ټولې له دښتو څخه په کډه راغلي دي. دالانباجار چې ددوی څخه يوه ده ، خبريال ته وويل (( په دغه مغازه کې مې د کار له پيل راهيسي ډيرې ګټې اخيستی دي. لومړی ما د جامو ګنډلو تخنيک زده کړ. دوهم په خپلو لاسونو د ژوند اړتياوې پوره کولی شم . نو زه له سرحلين څخه ډيره مننه کوم ځکه چې د ګنډلو تخنيک يی ما ته رازده کړی دی.