<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-01 15:38:34    
دچين په کليوالو سيمو کې د منځنيو او کوچنيو پولی موسسو عمومی پانګه ٥٦٠٠ مليارډ يوانو ته رسيدلې ده

cri

د چين د بانکی چارو د څارنې ټولنې مشر ليو مينګ کانګ په وروستيو ورځو کې د چين د کليوالو سيمو د منځنيو او کوچنيو پولی موسسو د څارنې او ادارې په يوه کاری غونډه کې وويل د ٢٠٠٧ کال تر پايه پوری د چين په کليوالو سيمو کې د منځنيو او کوچنيو پولی موسسو عمومی پانګه ٥٦٠٠ مليارډ يوانو اود بزګرانو له خوا د اخيستل شويو پورونو اندازه ١٢٠٠ مليارډ يوانو ته رسيدلې ده چې دری سوه مليون بزګرانو ترې ګټه تر لاسه کړې ده.

نوموړي وويل چين په ٢٠٠٣ کال کې په کليوالو سيمو کې د پولی موسسو د اصلاحاتو ازموينې له پيلولو راهيسی د دغه کار د لومړي پړاو موخه او دنده په عمومی توګه تر سره کړې ده: د ولايت په کچه سيمه ايزو حکومتونو ته د ادارې واکمنۍ او مالی خطرونو د هر اړخيزی سپارنې په نښه د کليوالو پولی موسسو د اداري نظام د لومړی پړاو اصلاحات په سالمه توګه پای ته ورسيدل،د چين د ونډو په بازار کې د ننوتلو په هلکه د جانګ جيا ګانګ ښار د کليوال سوداګريز بانک د غوښتې له ورانډی کولو څخه څرګنده شوی چې د کليوالو پولی موسو د ملکيت نظام اصلاحاتو نوی ګامونه اوچت کړي دي،په هراړخيزه توګه د پانګو د پنځو کچو په ويشلو سره د کليوالو د منځنيو او کوچنيو پولی موسسو د مالی خطرونو څارنه نوی پړاو ته رسيدلې ده،په کليوالو سيمو کې د کوچنۍ اندازې پورونو د پراخوالی له امله په دغو سيموکې پولی خدمتونه هم يو نوی لوړ پړاو ته رسيدلی دي.

ښاغلی ليو مينګ کانګ وويل د روان کال له پيل څخه په کليوالو سيمو کې د منځنيو او کوچنيو پولی موسسو څارنه،اداره، اصلاحات او پرمختګ له ازمويښتی پړاو څخه د اړوند نظام د پلی کولو پړاو ته ننوتلی دی.اړوندې څانګې بايد د کليوالو سيمو د منځنيو او کوچنيو پولی موسسو پر څارنې، اصلاحاتو او پرمختګ باندی د منفی اغيزې په اړه مهمې مسئلې حل کړی چې په هر اړخيزه توګه د کليوالو پولی موسو د ملکيت او ادارې نظامونو د اصلاحاتو دنده پای ته ورسيږي او د ٢٠١٠ کال تر پايه پوری له کرهڼيزو چارو څخه د ملاتړ په برخه کې د دغو پولی موسسو رول ولوبول شی او د دغو موسسو د څارنې عمده معيار په بنسټيزه توګه له اړوندې غوښتنې سره سمون ولري.تر همدی وخت پوری به پر بزګرانو د پورونو ويشلو د اندازې د کلني زياتوالی انډول په سلو کې له ١٥ څخه اوښتی وی.

نوموړی په ټينګار سره وويل روان کال به د چين بانکونه د باران او واورو له ناورين وروسته د پولی خدمتونو د تر سره کولو او سکرو، بريښنا او نفتو او ترانسپورت او د کرهڼيزو توليداتو د تبادلې او په پسرلي کې د بزګرانو کرکيلې ته د اړينو پيسو پوره کولو لپاره ډېر کوشش وکړي چې ناورين ځپلو سيمو ته د پورونو ورکولو د اندازې زياتوالی انډول له تېر کال سره برابر وي.هغه وويل بايد د اړوند نظام بشپړتيا ته ډېر ارزښت ور کړی شی او د پورونو اخيستلو په ترڅ کې د بزګرانو ستونزې حل شی.