<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-01 17:14:09    
د هو حه هاو ته ښار د هوی قوم د مسلمانو اوسيدونکيو له سيمې څخه لنډ کتنه

cri

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! زه غوټۍ يم او چين ته د سفر نننۍ کړۍ ته مو هر کلی کوم. د داخلی مغولستان خپلواکه سيمه د چين په شمال لويديځ کې يوه لويه سيمه ده چې د هان، مغولي او هوی په ګډون د څو قومونو وګړي په کې ښه ژوند کوي. د داخلی مغولستان خپلواکه سيمه په چين کې هغه سيمه ګڼل کېږي چې تر نورو سيمو مخکې يې په کې سيمه ايز خپلواک نظام پلی کړ. هو حه هاو ته ښار د داخلي مغولستان مرکز دی، نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په هو حه هاو ته ښار کې د هوی قوم د مسلمانو اوسيدونکېو د سيمې په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم.

د هوی قوم د مسلمانو اوسيدونکو سيمه د هو حه هاو ته په شمال لويديځ کې پرته ده چې پراخوالی يې يو سل او پنځه اويا مربع کيلومترو ته رسوي. دغه سيمه د شين هوا شي جې، جونګ شان شي لو او يو يو بان په ګډون له اوو واټونو او يوې علاقه دارۍ څخه عبارت ده. بر سېره پردې، په دغه سيمه کې يوولس جوماتونه، د هوی قوم يو کوچنی او يو منځنی ښوونځی او يو زړکتون شته . د هو حه هاو ته مشهور عالم امام کانګ مينګ جې زموږ خبريالې ته د دغې سيمې په اړه داسی معلومات ورکړل. : 

په هو حه هاو ته ښار کې د مسلمانانو شمير څه ناڅه اوه ديرش زره تنه دی. که څه هم په ښاري اوسيدونکو کې د مسلمانانو انډول زيات نه دی، خو مسلمانان په يوه مرکزي سيمه کې اوسېږي. زموږ د هوی قوم د اوسيدونکيو سيمه په هېواد کې يوازمنی هغه اداري سيمه ګڼل کېږي چې د هوی قوم نومېږي. دا د هوی قوم وګړيو ته د هو حه هاو ته د ښاری حکومت درناوی څرګندوي. د هوی قوم د اوسيدونکيو سيمه دولسي جمهوريت له جوړولو راهيسي ورته ويل کېږي. حکومت په سياسي، اقتصادي او کلتوري ساحو کې مسلمانانو ته ډيره پاملرنه ورکوي.

د هوی قوم د اوسيدونکې سيمې په ګوټ ګوټ کې د اسلامي معمارۍ او په لارو کوڅو کې زيات مسلمانانو ليدل کېږي چې سپينې خولۍ يی په سر کوي. که تاسی پوښتنه وکړئ چې په کوم ځای کې د هوی قوم خوندور خواړه خوړلی شي، ځايی وګړی به ځواب چې په نيو جې لار کې يې پيدا کولای شي. خو د هوی قوم د اوسيدونکيو سيمې د ځانګړتياوو د يادونې په وخت کې موږ خامخا هغې لارې ته لاړ شو چې په دواړو غاړو ودانۍ کې اسلامي ساحتمانی بڼه لري. دغه لار د ټونګ داو نان لو په سيمه کې پرته ده چې عمومی اوږدوالی يې يو زر او يو سل او پنځوس مترو ته رسېږي. د هوی قوم وګړي د اوږدې مودې راهيسي په دغه سيمه کې اوسيږي او سوداګری يې کوی. بر سيره پردې،د هو حه هاو ته لوی جومات، شمالي جومات او د هوی قوم يو منځنی ښوونځی هم په دغه سيمه کې پراته دي، نو ټوله لار د مسلمانانو له ځانګړی خصلت څخه ډکه ده. کله چې وګړی په دغه لاره کې تګ راتګ کوي، لکه چې په يو اسلامي هېواد کې ژوند کوي. امام کانګ مينګ چنګ د ځانګړی اسلامي واټ د يادونې په وخت کې په خوشحالی سره وويل: حکومت د قومي کلتور د پرمختګ په ساحه کې ډيره راسره مرسته کړې ده. د بېلګې په توګه حکومت په روان کال کې د ياد شوی لارې د جوړولو لپاره اويا مليون يوانه پانګې لګولي دي چې په لا ښه توګه اسلامي کلتور ښکاره کړي. دغه لار ګام په ګام مشهوره شوې او د هېواد او د نړۍ د نورو زياتو هېوادونو د مسلمانانو ستاينه يی تر لاسه کړې ده . پخوا می د عربې هېوادونو څخه يو شمير دوستان راميلمانه کړي و. دوی د دغې لارې له ليدلو څخه حيرانتيا څرګنده کړه چې د مسلمانانو ځانګړی خصلت لرونکی دغه شان ښکلی لارې زموږ په عربې هېوادونو کې هم زياتې نه دي.

ټولو ته معلومه ده چې د هان، مغول، مان او هوی قومونو په ګډون د زياتو قومونو وګړي په همغږی توګه په هو حه هاو ته ښار کې ژوند کوي. نو د دغه ښار د هوی قوم د اوسيدونکيو سيمې چټک پرمختګ نه يوازی مسلمانانو ته د چين حکومت زياته پاملرنه څرګندوي، بلکې د چين د بېلا بېلو قومونو وګړيو ترمنځ ښه او همغږی ژوند هم ښکاروي.