د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د بيجينګ د اولمپيک سپورټی لوبو لپاره مشال د اپريل په لومړې نېټه د قزاقستان ألما أتا ته ورسيد او په دې سره يی د نړۍ پنځو لويو وچو ته په خپل نړيوال سفر پيل کړ.
ألما أتا چې يو مليون او پنځه سوه زره تنه نفوس لری د قزاقستان ترټولو لوی ښار او د دغه هيواد پخوانی پلازمېنه ده. د بيجينګ د اولمپيک سپورټی لوبو مشال ليږدولو فعاليت به د اپريل په دوهمه نېټه په دغه ښار کې ترسره شی چې له مخې به يی په تاريخ کې د اولمپيک سپورټی لوبو مشال د لومړی ځل لپاره له دغه ښار څخه تير شی .