<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-01 21:27:19    
د پاکستان د نوې کابينې د لومړۍ ډلې وزيرانو لوړه وکړه

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د نوې کابينې څلورويشت تنه وزيرانو د مارچ په يودېرشمه نېټه په اسلام اباد کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لوړه وکړه. د دغه هېواد ولسمشر پرويز مشرف د دغو مراسمو مشری وکړه او صدراعظم يوسف رضا ګيلانی هم د لوړې په مراسمو کې ګډون درلود.

دغه څلورويشت تنه وزيران د پاکستان د نوې کابينې د لومړۍ ډلې غړي دي. د معلوماتو له مخې، څلور ګوندونه چې په ګډه حکومت جوړوي، د کابينې د بشپړولو لپاره څو اوونيو ته اړتيا لري. ښايی چې د کابينې د ټولو غړيو شمېر اويا تنو ته ورسيږي.

يوسف رضا ګيلانی د مارچ په پنځه ويشتمه نېټه له لوړې وروسته، د پاکستان څلورو واکمنو ګوندونو تل د کابينې د غړيو ويشلو په اړه بحث کاوه. د اړوند تړون له مخې، واکمن ګوندونه به په پارمان کې د بېلا بېلو ګوندونو د څوکيو له انډول سره سم اړوندو ګوندونو ته د کابينې څوکۍ وويشي. د خلکو ګوند د بهرنيو چارو او د دفاع وزارتونو څوکۍ تر لاسه کړې، د مسليم ليګ شريف ډلې د ماليې وزارت څوکۍ نيولې ده. د کورنيو چارو وزير لا تر اوسه نه دی ټاکل شوی. خو له دې مخکې صدراعظم ګيلانی د خلکو ګوند غړي رحمان ملک د کورنيو چارو وزير د مشاور په توګه وټاکه چې د وزير له درجې سره برابر دی. نو ښايی چې د کورنيو چارو وزير له مسلم ليګ شريف ډلې څخه غوره شي.

د پاکستان نوی کابينه د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ستر اهميت ور کوی. ګيلانی پر دې خبره ټينګار وکړ چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د وطن د ډاډمنتيا ساتنه د نوی حکومت لومړی دنده ده. هغه وويل ترهګرۍ او تندلاري زموږ تر ټولو لويه ستونزه ده چې هېواد ته خطرونه رسوي. نو زموږ لومړۍ دنده دا ده چې د هېواد قانونونه او نظام اعاده کړو او زموږ په هېواد کې ترهګري له منځه يوسو.

د ترهګرۍ پر ضد تدبيرونو کې نوی حکومت څرګنده کړې چې دوی به د سياسی لايحې او اقتصادي پرمختګ پلان په شمول نورې پراخې لارې چارې غوره کړي. ګيلاني په همدی وخت کې له تندلارانو څخه هم غوښتنه وکړه چې خپلی وسلې پر ځمکه کېږی او له حکومت سره خبرې اترې وکړي. ايا د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د نوی حکومت تدبيرونه به اغېزناک وي که نه، د وخت ازموينې ته اړتيا لري. پر دې سربيره، اوس پاکستان د اقتصاد کمزورۍ، د توکيو بيو د ګړندۍ لوړتيا او د انرژۍ کمښت په شمول له يو لړ سختو ستونزو سره مخامخ دی چې واکمنۍ ته د نوی حکومت د رسېدو لپاره يوه ننګونه بلل کېږی.

په همدې وخت کې د پاکستان د نوې کابينې او ولسمشر پرويز مشرف تر منځ اړيکې هم د پاملرنې وړ مسئله ده. د کابينې د نويو وزيرانو د لوړې مراسمو تر سره کولو په ورځ د پاکستان د لوړې محکمې پخواني مشر قاضي چودری احمد مختار بېرته خپل اصلي ټاټوبي کويټی ښار ته ستون شو. دی به په ټول هېواد کې خپل سفر پيل کړي او په بېلا بېلو ځايونو کې د وکيلانو له استازيو سره وګوري او د ګوښه شويو وکيلانو دندې د بيا اعادې په اړه بحث وکړي.

چودری احمد مختار د تېر کال په نومبر کې د پاکستان د بيړنۍ حالت په بهير کې د مشرف لخوا ګوښه شو، نور لس ګونه تنه قاضيان هم ګوښه شول. ور پسی د چودری په شمول ډېر قاضيان په خپلو کورونو کې تم کېدو ته اړ شول. سږ کال په فبروری کې د خلکو ګوند او د مسلم ليګ شريف ډلې په پارلماني ټولټاکنو کې برياليتوب تر لاسه کړ او په جلا جلا توګه د پارلمان د لومړی او دوهم لويو ګوندونو په توګه راڅرګند شول. د دواړو ګوندونو مشرانو د مارچ په نهمه نېټه اعلان وکړ چې د نوی حکومت د جوړېدو په دېرشو ورځو کې به د ګوښه شويو قاضيانو مقامونه اعاده کړي. ګيلانی د صدراعظم دندې پر غاړه اخيستلو وروسته سمدلاسه اعلان وکړ چې د چودري په شمول قاضيان به خوشي کړي. دا پرويز مشرف ته يوه منفی نښه ده. که د دغو قاضيانو مقامونه اعاده شي، دوی به ښايی په تېر کال کی د ولسمشرۍ ټولټاکنو د قانونيت په اړه يوه دوسيه وړاندی کړي چې مشرف ته به يوه نوی ستونزه جوړه کړي.