<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-02 17:33:15    
د جيانګ سو ولايت د چانګ جو مسلکي ښوونيزه سيمه

cri

د جيانګ سو ولايت په چانګ جو ښار کې چې د چين په ختيځ کې پروت دی، يو لوړ پوړی مسلکي ښوونيزه سيمه ډېر شهرت لری او څو عالي مسلکي پوهنځي پکې واقع دي . همدغه مسلکي پوهنځي د ښوونې ، څيړنې او توليد په شمول يوه مجموعی اډه ده .

چانګ جو ښار د يانځه سيند په دلتا کې پروت دی چې دغه دلتا د چين ډېر پرمختللې صنعتی سيمه هم ده او شانګهاي ، نانجينګ او سو جو ته نژدې دی. نو د بېلا بېلو چارو د پرمختګ لپاره مهم جيولوجيکی موقعيت لری. په دغه ښار کې د يوې ښوونيزې سيمې جوړونه په دوه زره او دوهم کال کې پيل شوه او تر اوسه د معلوماتي تکنولوژۍ ، نساجۍ او ماشين الاتو په ګډون پنځه عالي مسلکي پوهنځي پکې پرانستل شويدي ،د نوموړې سيمې د ادارې کميټې مشر ښاغلي لو جين لينګ وويل دغه سيمه دوه مليونه مربع متره پراخوالی لری او زده کوونکي د هېواد له زياترو ولايتونو او ښارونو څخه راجلبوي. ده وويل زموږ په پنځو مسلکي پوهنځيو کې شپږ اويا زره تنه زده کوونکي د هېواد له څوارلسو ولايتونو څخه راغلي او بشپړ ښوونيز تجهيزات او تاسيسات هم پکې شته دي.

دده په وينا په دغه سيمه کې د معاصر صنعت ، ډيزاين او جوړونې مرکزونه او ډول ډول لابراتورونه شته چې تجهيزات يې پرمختللي او پيمانه يې لويه ده او له نورو مسلکي پوهنځيو سره د دغو پنځو پوهنځيو توپير دا دی چې په ګډه ښوونيز تجهيزات او ازمويستی اډه کارول کېږي چې له امله يې ځمګه سپمول او د تجهيزاتو کارولو ميزان يې لوړ شوی دی. په دغه سيمه کې څو ازمويستي اډې پرتې دي چې

ډول ډول پرمختللي ماشينونه پکې درول شويدي.

خبريال د دغې ښوونيزې سيمې د جوشکاري او څارنې تکنولوژۍ په روزونکي مرکز کې وليدل چې ورکشاپ يې ډېر لوی او روښانه دی او زده کوونکي په تمرين بوخت دي. يو زده کوونکی چې شه جين نومېږي او په جوشکاری لګيا وی ، خبريال ته وويل چې پوهنځي ته د ننوتلو له دوهم کال څخه يی په تمرينونو پيل وکړ او دغه تمرينونه ددوی له راتلونکي کارونو سره ډېر نژدی اړيکي لری.ده وويل زما کور د جيانګ سو ولايت په هوای ان ښار کې دی او زما تخصص جوشکاری ده. زما په اند د لکچرونو ترتيبات ډېر منظم دي . زه به ژر فارغ شم او پرون می له يوه شرکت سره د استخدام تړون لاسليک کړی دی.

په وروستيو کلونو کې چين له پلانيز اقتصاد څخه د بازاري اقتصاد پر لور پرمختګ کړی چې له امله يې د توليداتو جوړونکي او خدمتي چارو پرمختګ ډېر چټک شوی دی ، نو د فني پرسونل ته يې اړتياوې هم زياتې شويدي. خو په چين کې مسلکي ښوونه نسبتأ وروسته پاتې ده . د بېلګې په توګه په چين کې د عالي او منځنيو پوړيو فني پرسونلو انډول يوازی د کارګرانو په سلو کې درې اعشاريه پنځه برخه نيسی ، خو په پرمختلليو هېوادونو کې دغه انډول له شلو څخه تر څلويښې سلنې پورې دی. نو ويل کېږي چې په چين کې د مسلکي ښوونې د پرمختګ راتلونکی روښانه ده. زده کوونکي لي هاو چې د چانګ جو دماشين الاتو مسلکي پوهنځي د موټر انجنيرۍ په څانګه کې درس لولی ، پر خپل راتلونکي استخدام باندی پوره باور لری . ده وويل زما په نظر اوس په چين کې د موټر توليدولو صنعت يوازی د پرمختګ په لومړی حال کې دی او راتلونکی يې ډېره ښه ده . زما تخصص د

موټر ترميم او څإرنه ده . ما د موټر ترميمولو له يوه ورکشاپ سره د استخدام تړون لاسليک کړی دی او ژر به استخدام شم.

د چانګ جو ښار د ښوونيزو چارو د ادارې مشر ښاغلي هان يون باو وويل زموږ حکومت مسلکي ښوونې ته ډېره پاملرنه کوی چې تر اوسه زموږ په ښار کې شپږ ديرش مسلکي پوهنځي شته او فارغ شوي زده کوونکي د کار موندلو لپاره ښيګڼې لری.

ده وويل په دغو مسلکي پوهنځيو کې يو سل او اتيا زره تنه زده کوونکي شته او د فارغ شويو زده کوونکو د استخدام انډول د شپږ نوي سلنې په شاوخوا کې ساتل شوی دی.

د ښاروالی أبادۍ د پلان له مخې دغه ځای نه يوازی يوه ښوونيزه اډه ده ، بلکې د علمي او تخنيکي اختراعاتو په مرکز به هم بدل شی. اوس د چين د علومو اکاډمۍ او د نانجينګ پوهنتون په شمول د پنځه ديرشو کورنيو او بهرنيو سازمانونو فرعی څانګې په دې سيمه کې پرتې دي.