<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-02 17:49:29    
د چينی ژبې د نهه سوه جملو لومړی درس السلام عليکم

cri

;وی: ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چينی ژبې د نهه سوه جملو پروګرام ته مو زه وی وی هرکلی کوم. زه به له نن څخه تاسو ته د چينی ژبې لوست دغه نوی پروګرام وړاندی کوم.

تايب: محترمو اورېدونکو، سلامونه! زه خوشحال تايب يم. دوه کاله کېږي چې چين ته راغلی يم، خو لا تر اوسه پوری د چينی ژبې سويه ټيټه ده. نو ځکه موږ د چينی ژبې زده کړې د پيل په کرښو کې ولاړ يو.

وی: موږ به په دغه پروګرام کې تاسو ته د چينی ژبې د بنسټيزې زده کړې په اړه خبرې وکړو. تايب صاحب، تاسې لومړی د څه شي زده کړه غواړئ؟

تايب: البته زه غواړم لومړی د دې زده کړه وکړم چې څنګه له تاسو سره په چينی ژبه د روغبړ او سلام عليک وکړم؟

وی: سمده ده، اوس به لومړی موږ نننی درس واورو.

1、 你好。السلام عليکم

2、 你叫什么名字?ستا نوم څه دی؟

3、 这是我的名片。دا زما د پېژندنې کارډ دی.

4、 好久不见。ډېر وخت کېږي چې نه مو دي سره ليدلی

وی: ښه. همدا اوس مو نننی دری جملې واوريدې. په چينی ژبه کې د سلام ويلو څو ډولونه دي او تر ټولو اسان ډول يې دا دی: نی هاو.

تايب: نی هاو.

وی:(نی )ته، (هاو) ښه او معنا يې دا ده چې ته ښه يې يعنی. تاسی په هر وخت او ځای کې هر چا ته ( نی هاو ) ويلی شي.

تايب: تاسی هر ملګري يا نااشنا کس ته ( نی هاو) ويلی شي.

وی: نو که بل سړی تاسو ته ( نی هاو) ووايی، نو تاسې به څنګه ځواب ورکوئ؟ تايب صاحب، تاسې په دې پوهېږي که نه؟

تايب: په پښتو ژبه کې داسې وي: که زه تاسو ته السلام عليکم ووايم، نو تاسې وعليکم سلام وايئ او يا تاسې هم السلام عليکم وايئ. په چينی ژبه کې به هم داسې وي که څنګه؟

وی: هو، همداسې او ډېره اسانه خبره ده. که څوک تاسو ته ( نی هاو) ووايی، نو تاسې هم ور ته ( نی هاو) ووايي. لکه زه چې اوس تاسې ته وايم:( نی هاو، نی هاو). نو بيا تاسې هم وايئ

تايب: ( نی هاو).

وی: ډېر ښه. اوس موږ لومړی ديالوګ اورو.

لومړی ديالوګ:

A: 你好。السلام عليکم!

B: 你好。السلام عليکم!

A: 您好。السلام عليکم!

B: 您好。السلام عليکم!

تايب: له سلام ويلو وروسته زه غواړم د يو چا د نامه پوښتنه وکړم. نو په چينی ژبه کې څنګه ويل کېږي؟

وی: تاسی په دې ډول پوښتنه کولی شئ چې ( نی جياو شن مه مينګ ځه)

تايب: ( نی جياو شن مه مينګ ځه).

وی: نی

تايب: نی

وی: جياو

تايب: جياو

وی: شن مه

تايب: شن مه

وی: (نی جياو شن مه مينګ ځه)

تايب: ( نی جياو شن مه مينګ ځه)

وی: ښه. ګرانو اورېدونکو، اوس لاندينی ديالوګ په جدي توګه واورئ.

دوهم ديالوګ:

A: 你叫什么名字?ستا نوم څه دی؟

B: 我叫王龙。زما نوم وانګ لونګ دی.

A: 你叫什么名字?ستا نوم څه دی؟

B: 刘陆。ليو لو.

وی: تايب صاحب، په دغو دوو پوښتنو او ځوابونو کې څه توپيرونه شته که نه؟

تايب: زما په أند، توپيرونه د پوښتنو په ځوابونو کې دي. که څوک له تاسو څخه د نوم پوښتنه وکړي، نو تاسې په ( وه جياو) او بيا د خپل نامه په يادولو او يا هم په مستقيمه توګه د خپل نامه يادونه کوئ.

وی: ډېر ښه. تايب صاحب، ستا ځواب سم دی. اوس به موږ د دغې پوښتنې تمرين وکړو: ( نی جياو شن مه مينګ ځه)؟

تايب: ( نی جياو شن مه مينګ ځه)؟

وی: که اوس په چين کې دوه کسان د لومړي ځل لپاره سره ګوري، نو يو بل ته پېژند کارډونه چې يا هم ور ته بيزنس کارډ وايی ورکوي. يو چا ته د خپل پېژند کارډ ورکولو په وخت کې تاسی ويلی شئ چې ( جه شه وه ده مينګ پيان).

تايب: ( جه شه وه ده مينګ پيان). (مينګ پيان ) د پېژند کارډ معنی لري؟

وی: هو. ( مينګ پيان) يعنی پېژند کارډ.

تايب: ( مينګ پيان).

وی: ( جه)يعنی دا.

تايب: ( جه).

وی: (شه)

تايب: ( شه).

وی: ( وه ده) يعنی زما، ( وه ده).

تايب: ( وه ده).

وی: ( جه شه وه ده)

تايب: ( جه شه وه ده)

وی: ( مينګ پيان)

تايب: ( مينګ پيان)

وی: ( جه شه وه ده مينګ پيان)

تايب: ( جه شه وه ده مينګ پيان)

وی: ښه. نو اوس به موږ درېيم ديالوګ واورو.

درېيم ديالوګ:

A: 这是我的名片。دا زما پېژند کارډ دی.

B: 谢谢。مننه.

A: 好久不见。你好吗?ډېر وخت کېږي چې نه مو دي سره ليدلی. څنګه ياست؟

B: 挺好的。谢谢。ښه يم. مننه.

وی: دا زما پېژند کارډ دی. ( جه شه وه ده مينګ پيان)

تايب: ( جه شه وه ده مينګ پيان)

وی: ( مينګ پيان) پېژند کارډ

تايب: ( مينګ پيان)

وی: اوس به مونږ يوه بله جمله زده کړو. که تاسی له خپل يو ملګري سره ډېر وخت نه وي ليدلی، نو په پښتو ژبه څنګه وايئ؟

تايب: اسانه نه ده. په پښتو ژبه ويل کېږي چې ډېر وخت کېږي چې نه مو دي سره ليدلي.

وی: سمه ده. په چينی ژبه ويل کېږي چې ( هاو جيو بو جيان).

تايب: ( هاو جيو بو جيان)

وی: اوس به دغه عبارت لغت په لغت سره زده کړو. ( هاو جيو) يعنی ډېر وخت.

تايب: ( هاو جيو)

وی: ( بو) يعنی نه.

تايب: (بو)

وی: ( جيان) ليدل

تايب: ( جيان)

وی: ډېر وخت کېږي چې نه مو دي سره ليدلي يعنی ( هاو جيو بو جيان).

تايب: ( هاو جيو بو جيان). اوس به موږ يو ځل بيا درېيم ديالوګ واورو.

درېيم ديالوګ:

A: 这是我的名片。دا زما پېژند کارډ دی.

B: 谢谢。مننه.

A: 好久不见。你好吗?ډېر وخت کېږي چې نه مو دي سره ليدلی. څنګه ياست؟

B: 挺好的。谢谢。ښه يم. مننه.

وی: همدا اوس مو د ننني درس وروستی ديالوګ واوريد. خو د ننني پروګرام له پای ته رسېدو مخکې به يادې شوې جملې يو ځل بيا سره تکرار کړو. لومړی مو په چينی ژبه کې د سلام ويلو زده کړه وکړه چې وايو ( نی هاو)

تايب: ( نی هاو).

وی: بيا مو زده کړل چې ( نی جياو شن مه مينګ ځه) يعنی ستا نوم څه دی؟

تايب: ( نی جياو شن مه مينګ ځه)؟

وی: که تاسی بل چا ته خپل پېژند کارډ ورکړي، نو ويلی شئ چې ( جه شه وه ده مينګ پيان).

تايب: ( جه شه وه ده مينګ پيان).

وی: ډېر وخت کېږي چې نه مو دی سره سره ليدلي يعنی ( هاو جيو بو جيان).

تايب: ( هاو جيو بو جيان).

وی: اوس به د ننني درس ټول درې ديالوګونه واورو.

لومړی ديالوګ:

A: 你好。السلام عليکم!

B: 你好。السلام عليکم!

A: 您好。السلام عليکم!

B: 您好。السلام عليکم!

دوهم ديالوګ:

A: 你叫什么名字?ستا نوم څه دی؟

B: 我叫王龙。زما نوم وانګ لونګ دی.

A: 你叫什么名字?ستا نوم څه دی؟

B: 刘陆。ليو لو.

درېيم ديالوګ:

A: 这是我的名片。دا زما د پېژندنې کارډ دی.

B: 谢谢。مننه.

A: 好久不见。你好吗?ډېر وخت کېږي چې نه مو دی سره ليدلی. څنګه ياست؟

B: 挺好的。谢谢。ښه يم. مننه

وی: ډېر ښه. موږ به د چينی ژبې د نهه سوه جملو په هر درس کې د اورېدونکو لپاره د چينی کلتور په اړه يوه کوچنۍ کړۍ ترتيب کړو چې په ترڅ کې به يې تاسو اورېدونکو ته اړوند معلومات درکړو.

تايب: ښه، نو په ننني درس کې به د دغې کړۍ محتويات څه وی؟

وی: موږ به د يو پروفيسر وينا واورو چې څه وايی!

د چينی کلتور په اړه معلومات:

ښايی تاسی دې ته پام کړی وي چې ځينی کسان ( نين هاو) وايي. د ( نی هاو) او ( نين هاو) ترمنځ توپير دا دی: که تاسی غوړائ له خپل ملګري يا د يو عصر وګړيو يا خپلو همزوليو سره سلام يا روغبړ وکړئ. نو ( نی هاو) ويلی شئ. که تاسې غواړئ له مشرانو يا محترمو وګړيو سره سلام يا روغبړ وکړئ، نو ( نين هاو ويلی شئ. په حقيقت کې ( نين) د نی په پرتله د زيات درناوي معنی لري.

تايب: له پروفيسر لو څخه مننه کوو. په ننني پروګرام کې مو د زياتو شيانو زده کړه وکړه.

وی: سمه ده. د ننني پروګرام له پای ته رسېدو مخکې به له ګرانو اورېدونکو څخه يوه پوښتنه وکړو چې په چينی ژبه کې څنګه وايل کېږي چې ډېر وخت کېږي چې نه مو دي سره ليدلي؟

تايب: که د دغې پوښتنې ځواب مو ننني درس ته په غوږ نيولو زده کړې وي، نو موږ ته يې د بريښناليک له لارې راولېږئ. زموږ د بريښناليک پته دا ده: pushtu@chinabroadcast.cn. که تاسې غواړی د دغه پروګرام واورئ او هم يې پر انټرنيټ ولولئ، نو زموږ وېبپاڼه وګورئ. زموږ د وېبپاڼې پټه دا ده: pushtu.cri.cn. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وي. هر چېرې چې وئ، روغ او خوشحاله اوسئ.