د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په نورو هېوادونو کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د مشال لېږدونې فعاليت د اپريل د دوهمې نېټې په غرمه د قزاقستان په لومړی لوی ښار الماتا کې پيل شو.
الماتا په نورو هېوادونو کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال سفر لومړی تم ځای دی چې د لېږدونې فعاليت په کې شپږ ساعته دوام درلود او د لېږدونې لارې اوږدوالی يې نولس کيلومترو ته رسېده.
د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربايف چې د سپيڅلي مشال لېږدولو په مراسمو کې يې ګډون درلود، په دغه ښار کې د سپيڅلي مشال لومړی لېږدونکی و. ده باور څرګند کړ چې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال لېږدولو له لارې به په يوويشتمه پېړۍ کې د نړيوالو سپورتي چارو نوې پرمختيايي لار پرانيستل شي او هيله يې څرګنده کړه چې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې تر لاسه کېدونکي برياليتوبونه د برابرۍ، سولې او د ټولو نړيوالو د روحيې يوه نښه وګرځي.
ياد شوی سپيڅلی مشال به په الماتا کې د خپل سفر له پای ته رسېدو وروسته د ترکيې تر ټولو لوي ښار استانبول ته ورسېږي.