<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-02 20:37:41    
د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکې سيمې په تايلند کې د چيني ماشومانو او ځوانانو سفر.

cri

په چين کې د خپلې سرچينې پيدا کولو سفر په نامه په نورو هېوادونو کې د چيني ماشومانو او ځوانانو دبنی کمپ د مارچ په دوه ويشتمه نېټه د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکې سيمې په هغه منځني ښوونځي کې پرانيستل شو چې په نورو هېوادونو کې د چيني اوسېدونکو د منځني ښوونځي په نامه يادېږي. د ههمدغه پروګرام په ترڅ کې ديرش تنه چيني ماشومانو او ځوانانو د خپلې سرچينې پيدا کولو په اړه د ٢٠٠٨ کال په سفر پيل وکړ.

دغه دوبنی کمپ په نورو هېوادونو کې د چيني اوسېدونکو چارو په اړه د دولتي شورا دفتر د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکې سيمې له اړوندې څانګې سره يو ځای په ګډه جوړ شوی دی. دغه دبنی کمپ به پنځلس ورځې دوام لري او غړي يې د تايلند له يو چياو ښوونځي څخه راغلي دي. دغه ماشومان او ځوانان د لومړي ځل لپاره ګوان شي سيمې او أن چين ته راځي. د دغه فعاليت د ټاکلي پلان له مخې، دغه تايلندي ماشومان او ځوانان به په ګوانګ شي کې د چين د کلتور، تاريخ او جغرافيا په اړه زيات معلومات تر لاسه کړي، د چيني ليک دود، خطاطي، چيني نقاشۍ، لاسي مهارتونو، موسيقۍ او ملي نڅا زده کړه وکړي او د نان نينيګ د نړيوال نندارتون له مرکز، د ملي لږکيو تاريخي اثارو له نندارتون او د ګوانګ شي له هنري پوهنځي څخه به هم ليدنه کتنه وکړي. برسېره پر دې، دوی به د ګوانګ شي په ګوی لين ښار کې تاريخي ځايونو او منظره لرونکيو سيمو ته سفر وکړي او له ځايي ماشومانو او ځوانانو سره به غونډې تر سره کوي.

د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکې سيمې اوړند چارواکي څرګنده کړه چې د دوبني کمپ د دغه فعاليت موخه د ګډون کوونکيو له خوا د چين د پرمختګ او بدلون په اړه د زياتو معلوماتو تر لاسه کول او د چيني کلتور، تاريخ، جغرافيا او دودونو منل دي. د دغه ګام له مخې به د چين او تايلند د ماشومانو او ځوانانو ترمنځ د دوستۍ يو پل جوړ شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ پياوړتيا لپاره به خدمتونه تر سره شي.

په وروستيو څو کلونو کې د ګوانګ شي جوانګ قوم خپلواکې سيمې دغه شان زيات فعاليتونه تر سره کړي چې په نورو هېوادونو کې د چيني ماشومانو او ځوانانو شپږ پنځوس ډلو په کې ګډون کړی دی. په دې توګه د استراليا، نوي زيلاند، فرانسې، سينګاپور، جاپان، تايلند، ويتنام او ماليزيا په شمول د لس ګونو هېوادونو او سيمو دوه زره او شپږ سوه او دوه څلويښت تنو د دغو فعاليتونو له لارې له ګوانګ شي څخه ليدنه کړې ده.