د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټې مشر وو بانګ ګوو په بېجينګ کې پر دې خبره ټينګار وکړ چې اړوندې خواوی بايد په جدي توګه د اولمپيک لوبو د تيارۍ کارونه وکړي چې د ځانګړو او لوړې سويه لرونکو اولمپيک لوبو او د معيوبينو اولمپيک لوبو تر سره کولو چارې تامين کړي.
وو بانګ ګوو په تېرو څو ورځو کې د چين د دولتي سټېډيم او د لامبو وهلو د مرکز په ګډون د اولمپيک لوبو له يو شمير سټېډيومونو څخه ليدنه وکړه او د اولمپيک لوبو د تيارۍ کارونو په اړه يې معلومات تر لاسه کړل.