<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-03 15:07:15    
د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې چارواکي د اولمپيک لوبو په موده کې ټاکل شويو معيارونو ته د بېجينګ د هوا کيفيت د رسيدلو په اړه باور لري.

cri

د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې چارواکيو د اپريل په دوهمه نېټه د چاپيريال ساتلو په ساحو کې د بېجينګ د کوښښونو لوړه ستاينه وکړه او د اولمپيک لوبو په موده کې يې ټاکل شويو معيارونو ته د بېجينګ د هوا کيفيت د رسيدلو په اړه باور څرګند کړ.

د دغې کميټې د بېجينګ اولمپيک لوبو د همغږۍ څانګې مرستيال ريچارد کوان ګوسپر د اپريل په دوهمه نېټه په بېجينګ کې خبريالانو ته وويل چې بېجينګ د هوا کيفيت د ښه کېدو لپاره پنځلس مليارډ امريکايي ډالره لګولی چې د اولمپيک لوبو په تاريخ کې ساری نه لري. په تېرو څو کلونو کې د چاپيريال ساتنې په ساحو کې د بېجينګ تدبيرونو ښې پايلې تر لاسه کړې دي.

د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې د طبی چارو څانګې تېره مياشت د بېجينګ د هوا کيفيت د ارزونې راپور خپور کړ. په دغه راپور کې ويل شوي چې په اګست کې به د بېجينګ هوا د لوبغاړيو روغتيا ته زيانمنه نه وی.